Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د لاسي صنایعو لپاره د بازار له نه‌شتوالي د سوداګرو مېرمنو شکایت

په کابل کې یو شمېر سوداګرې او متشبثې ښځې د خپلو لاسي صنایعو او نورو تولیداتو لپاره د بازار له نه‌شتوالي اندېښنه څرګندوي.

دوی له سرپرست حکومته غواړي چې د متشبثو ښځو د محصولاتو لپاره د بازار جوړولو په برخه کې مرسته وکړي.

لینا نوابي چې له دوو کلونو راهیسې د کابل په یوې برخه کې د خیاطۍ د کا ځای مسووله ده، وایي، کار و بار یې د بازار د نه‌شتوالي له امله سوړ شوی.

متشبثه لینا نوري وايي: «له ښځو دې ملاتړ وکړي او د کار زمینه دې ورته برابره کړي، فابریکې او نندارتونونه دې ورته جوړ کړي، څو له ښځو ډېر ملاتړ وشي.»

متشبثه عاقله حقدوست وايي: «د ښځو د اقتصاد او سوداګرۍ ودې لپاره دې لا ډېره همکاري وشي او تر ټولو مهمه دا چې اقتصاد برخې ته دې پاملرنه وشي چې له بې‌روزګارۍ خلاص شو.»

بل‌خوا، د اسلامي امارت ویاند ډاډ ورکوي چې سرپرست حکومت د سوداګرۍ په برخه کې د ښځو د فعالیت د زیاتېدو لپاره له هغوی ملاتړ کوي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: «د افغانستان اسلامي امارت ښځو ته هم حق ورکړی دی، څو هغوی په سوداګرۍ او کورنیو نندارتونونو کې ګډون ولري.»

د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې د عامل پلاوي رییسه سلما یوسفزۍ وايي: «موږ چې د ښځو لپاره کوم اته زره جوازونه اعلان کړي په‌دې، دا یوازې د سوداګرۍ وزارت نه‌دي، دغه جوازونه په بېلابېلو برخو کې دي.»

بل‌خوا، د اقتصادي چارو ځيني شنونکي د سوداګرۍ په برخه کې د ښځو حضور د هېواد د اقتصادي ودې لپاره ګټور  ګڼي.

د اقتصادي چارو شنونکی نصیر احمد رښتیا وايي: «دا چې ښځې وکولای شي په بېلابېلو برخو، په تېره اقتصاد برخه کې شتون ولري، له شک پرته کولای شي د کورنیو په اقتصاد کې بدلون رامنځ‌ته شي.»

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او پانګونې خونې په هېواد کې د متشبثو ښځو د محصولاتو د یوه دایمي بازار د جوړېدو لپاره د هڅو خبر ورکړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه