Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بلخ کې روغتیايي مرکزونو ته له نه لاسرسي شکایت

د بلخ ولایت یو شمېر اوسېدونکي په لیري پرتو سیمو کې روغتیايي مرکزونو ته له نه لاسرسي شکایت لري او وايي، روغتیايي مرکزونو او دوی ترمنځ ډېر واټن لامل شوی په لاره کې یو شمېر ناروغان خپل ژوند له لاسه ورکړي.

د یاد کلي اوسېدونکی، عبدالعلیم ۳۰ کلن دی او څلور ماشومان لري، دی وايي چې کلي د روغتیايي مرکز نشتوالي له امله اړ دی، تر څو ناروغان مرکز او یا هم مزار شریف ته ولیږدوي.

دی زیاتوي:"ماشومان سینه‎بغل کېږي او هغوی روغتون ته نشو رسولی ځکه چې د روغتیا خرابوالي لامل کېږي، موږ ټول کلینیک غواړو."

ویل کېږي چې ۱۵ کلي سره نېږدي دي او کابو ۶زره کورنۍ په کې ژوند کوي، دوی اړ دي چې له خرابو لارو سره خپل ناروغان مرکز ته ولیږدوي.

د بلخ ولایت د بلخ ولسوالۍ اوسېدونکي کروندګر دي او وايي چې اقتصادي ستونزې لري.

د ده‎ولي کلي اوسېدونکی، ګل‎احمد څرګندوي:"موږ نشو کولی له دې ځایه خپل یو ناروغ د بلخ روغتون ته ولېږدوو. ډېر ناروغان مو له منځ تلي دي."

د بلخ ولسوال، امیرمحمد وقار د مالوماتو له مخې، ۲۰۰زره کورني په ۱۵۳ کلیو کې ژوند کوي، خو روغتيايي مرکزونه یې ځواب ویونکي نه دي.

دی زیاتوي:"مخکې مو ۶ کلینیکونه درلودل، یو کلینیک لنډ وخت کې جوړیږي خو بیا هم دې وګړو ته بسنه نه کوي."

د بلخ ولایت د عامې روغتیا رئيس، میرویس ربیع وايي چې ټولو ولسوالیو کې روغتیايي خدمتونه شته، خو یو شمېر خلک ورته لاسرسی نلري، او دا ستونزه به هواره کړي.

دی زیاتوي:"د بلخ ولایت په شلو سیمو کې خلک روغتیايي مرکزونو ته لاسرسی نلري چې ټاکل شوې ده کلینیک جوړ شي."
 
ده‎ولي هغه کلی دی چې له مرکز سره ډېر واټن لري، خو د عامې روغتیا چارواکي وايي چې ټاکل شوې ده روغتیايي مرکز په کې جوړ شي

شریک یي کړئ