Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بلخ کې د۱۱ افغان سرتېرو مرګ ژوبله او درزاب کې د۳۰ پولیسو کلابندي

د بلخ ولایت په شورتېپې ولسوالۍ کې له طالبانو سره په نښته کې وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د بلخ د والي ویاند، منیر احمد فرهاد وايي چې نښته تېره شپه(دوشنبې د تلې په اتمه نېټه) طالبانو د شورتېپې ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ پر ودانۍ برید وکړ.

ښاغلی فرهاد همداراز وايي چې په نښته کې طالبانو ته هم مرک ژوبله اوښتې، خو زیاتوي چې د کره شمېر په تړاو یې مالومات نلري.

د بلخ د والي ویاند وايي چې سیمې ته مرستندویه ځواکونه رسېدلي دي او اوسمهال د ولسوالۍ ولکه د افغان ځواکونو په لاس کې ده.

په همدې حال کې د جوزجان ولایت د درزآب ولسوال، امنیه قومندان له ۳۰تنو سیمه‎ییزو پولیسو او سیمه‎ییزو پاڅونکوونکو سره د طالبانو په کلابندۍ کې دي.

د جوزجان والي وايي یاده ولسوالۍ له تېرو دوو ورځو(د تلې له ۷مې نېټې) راهیسې د طالبانو په کلابندۍ کې ده.

لطف الله عزیزي زیاتوي چې د درزاب ولسوالۍ مرکز د طالبانو په لاس کی دی، او افغان ځواکونه بازار ته نېږدې کلابند شوي دي.

دی زیاتوي چې تر اوسه مرستندویه ځواک سیمې ته نه دی رسېدلی.

په همدې حال کې د جوزجان ولایتي شورا غړی، حفیظ الله ندرت بیا اندېښنه څرګندوي چې که کلابند چارواکو او سرتېرو ته مرستندویه ځواک ورونه رسیږي، نو دوی به د طالبانو لاسته ولويږي.

 د جوزجان ولایت د درزآب ولسوال، امنیه قومندان له ۳۰تنو سیمه‎ییزو پولیسو او سیمه‎ییزو پاڅونکوونکو سره د طالبانو په کلابندۍ کې دي.

شریک یي کړئ