Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

تر راتلونکو ۲۰ کلونو کې ۴۳ میلیونو ته د افغانستان د نفوس ډېروالي په اړه اندېښنې

د افغانستان وګړو زیاتوالي اندېنښې راپورته کړې او انګرل کېږي چې تر راتلونکو ۲۰کلونو به هېواد کې د وګړو شمېر ۴۳ میلیونو تنو ته ورسېږي.

سږ کال هېواد کې د وګړو نړیواله ورځ په داسې حال کې لمانځل کېږي چې د وګړو د مرکزي احصایي اداره په هېواد کې د وګړو د شمېر له زیاتوالي اندېښنه څرګندوي.

نن د زیږدیز کال د جولای میاشتې ۱۱مې د وګړو نړیوالې ورځې سره برابره ده او د افغانستان د مرکزې احصايې اداره وايي چې هر کال ۲،۰ چې درې سلنه کېږي د افغانستان وګړي زیاتېږي. په هېواد کې د وګړو د شمېر ودې اصلي لامل د منځنیو او بې‎وزلو کورنیو د ډېرو ماشومانو شتون بولي.

د احصائي مرکزي اداره وايي چې د هېواد وګړو شمېر ۲۹ میلیونه او ۱۵۷ زره تنه دی چې تر راتلونکو ۲۰ کلونو پورې به یې شمېر ۴۳،۷ میلیون تنو ته ورسېږي او حکومت باید د هغې سمې ودې لپاره اړین پروګرامونه ولري.

د مرکزې احصائي ادارې مرستیال، حسیب‎ موحد وايي:«له بده مرغه په افغانستان کې د وګړو د شمېر ودې پرمختګ زیات دی، زموږ په اقتصادي وده په دې وروستیو کلونو کې کم وو. که زموږ قتصادي وده شپږ سلنه لوړه شي، بیا هم د اندېښنې وړ نه ده.»

ملګرو ملتونو سږ کال د وګړو له نړیوالې ورځې "پرنجونو پانګونه وکړئ" تر شعار لاندې لمانځنه کوي او لامل یې په کم عمر کې د نجونو ودولو سره مبارزه ښوولې ده.

په همدې حال کې د روغتیا وزارت په نا انډول توګه د وګړ د شمېر زیاتوالی د کورنیو د پوهې د کچې ټيټوالی بولي.

د امیندوارۍ ریاست سرپرسته، زلیخا انوري وايي:«هر څومره چې ښې ډېر ماشومان راوړي په همغه اندازه یې ژوند له خطر سره مخامخ وي.»

خو ترڅنګ یې بل لامل یې له ماشومانو او ډېرو اولادونو سره د کورنیو مینه هم ښودل کېږي، لکه څنګه چې د کابل اوسېدونکی عبدالسمیع وايي کابو ۱۰۰ کلن دی او څلور ځله یې واده کړی چې ترې ۳۰ اولادونه لري.

عبدالسمیع اسدي زیاتوي:«۱۴ لوڼه مې د بخت کور ته واستولې او ۱۲ زامنو ته مې ښځې کړې دي. کابو ۲۰۰لمسي او کړوسي لرم.»

د نوموړي زوی، عبدالهادي وايي:«که په کور کې اتفاق او اتحاد وي، وګړي که هرڅومره وي د ژوند خوند باندې پوهېږئ.»

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د وګړو د شمېر زیاتوالي اندېښنې راپارولي او ویل کېږي چې ښایي په هېواد کې اقتصادي او ټولنیزې ستونزې زیاتې شي ځکه چې اقتصادي وده کمه ده او ترڅنګ یې د بې‎وزلۍ ګواښ هم ۳۶ سلنې ته رسېدلی دی.

د بشپړه خپرونې لیدو لپاره لاندې ځای کېکاږئ:

د افغانستان وګړو زیاتوالي اندېنښې راپورته کړې او انګرل کېږي چې تر راتلونکو ۲۰کلونو به هېواد کې د و

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه