په کابل کې د ایران سفیر محمد رضا بهرامي نن جمعه د (لیندۍ ۲۶ مه)هغه رپوټونه چې ګواکې تهران طالبان د اسلامي وحدت غونډې ته بللي دي رد کړل.
دا په داسي حال کې ده چې ځینو رسنیو راپور ورکړي وو چې د طالبانو یو شمېر منځلاری غړي په تهران کې د اسلامي وحدت غونډې ته بلل شوي دي خو محمد رضابهرامي ټینګار کوي چې طالبان دغې غونډې ته وربلل شوي نهدي.
خو دغه ډيپلوماټ وايي چې له طالبانو سره اړیکې لري خو د تهران او کابل اړیکې له دولت سره د دولت اړیکې دي.
تر دې وړاندې د العربیه خبري شبکې د ایران د مهر خبري آژانس له قوله راپور ورکړی وو چې د ایران د اسلامي مذهبونو د نېږدیوالي د ټولګې سرمنشي محسن اراکي ویلي وو چې دغې غونډې ته د طالبانو ځینې منځلاري کسان هم رابلل شوي دي.
بهرامي په دې اړه وویل:«ښاغلي اراکي د طالبانو د تېر کال معتدلو لړیو ته اشاره وکړه البته له طالبانو څخه د دوی منظور د پاکستان د اسلام علما د جمعیت مشر وه او د مولوي سمیع الحق نوم یې هم واخیست او په خبرو کې یې افغاني طالبانو ته هېڅ اشاره ونه کړه.»
له دې سره سره په کابل کې د ایران سفیر مني چې تهران له طالبانو سره اړیکه لري، هغه له طالبانو سره اړیکه لرل دا ډول بیانوي.
په کابل کې د ایران سفیر محمد رضا بهرامي زیاته کړه:«له طالبانو سره زموږ د اړیکو لومړنۍ موخه نیول او جهت نیول او د اطلاعاتو زیاتوالی دی،دویم موږ داسې ظرفیت تولید کړی چمتووالی لرو چې دغه وړتیا د افغان دولت په واک کې ورکړو،درېیم په امنیتي کچه زموږ او افغان دولت ترمنځ مذاکرات د ترسره کېدو په حال کې دي هیله لرم چې ښو پایلو ته ورسېږو.»
خوپه مهر خبري آژانس کې د محسن اراکي له قوله داسې لیکل شوي دي:« طالبان داسې یو جریان دی چې افراطي او غیر افراطي برخه لري. د دې ډلې له یوې برخې سره اړیکه ټینګېدای شي. زموږ هڅه داده له هر هغه چا سره چې د وحدت په اړه خبره لري اړیکه ټینګه کړو.،،
د کابل د ولایتي شورا غړي نقیب الله هاشمي په دې اړه وویل:«کله چې له پاکستان څخه د طالبانو تمه وشکېده او نړۍ پر پاکستان بندیزونه وضع کړل یو بل پلان ته یې مخه کړه چې له ایران سره خپلې اړیکې ټينګې کړي،خو په دغو ټولو کې د حکومت کمزوری بهرنی سیاست دی.»
په کابل کې د ایران سفیر وايي هېواد یې چمتو دی چې له کابل سره د سولې د خبرو په برخه کې همکاري وکړي خو د سولې بهیر باید د افغانستان په مالکیت او مشري وي.