Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

جده کې د سولې غونډې جوړېدو په درشل کې ایران ته د طالب استازو سفر

جده کې د افغان سولې په اړه د جوړېدونکې غونډې په درشل کې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د یکشنبې په ورځ طالب استازي تهران ته راغلل او د افغانستان د سولې په اړه یې له دغه هېواد سره خبرې اترې پیل کړې.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمي په دې اړه وايي چې له دغې غونډې موخه «د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د خبرو اترو لپاره د ځينو مواردو مشخص کول دي.»

د ښاغلي قاسمي په وینا، د طالبانو دغه پلاوي د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سید عباس عراقچي په مشرۍ ایراني پلاوي سره خبرې اترې کړې دي. قاسمي وايي چې افغان حکومت د دغو خبرو اترو په اړه خبر کړل شوی و.

خو طالبانو تراوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې تر راتلوونکو څو ورځو د امریکا او طالبانو ترمنځ څلورمه غونډه د سعودي عربستان په جدې ښار کې جوړه شي.

شریک یي کړئ