Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

جرأت:د هغو کسانو لاسونه دې لنډ شي چې ملت یې یرغمل نیولی

د ملي امنیت شورا مرستیال جنرال جرأت په ننګرهار کې د یوې پراخې غونډې په ترڅ کې وویل، یو شمېر کسانو ملت تر خپلې ولکې لاندې نیولی او د ملي وحدت حکومت په ملاتړ سره خلک د دغو کسانو خوندي کېدلای شي.

هغه په دې اړه وویل:«له دغه حکومت او نظام څخه زموږ ملاتړ د دې لامل کېږې چې د دغه نظام په واسطه هغه کسان چې د خپلو ګټو لپاره موږ یې یرغمل نیولي یوو، د هغوی لاس باید د ملت له سره پرې شي.»

بلخوا د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل هم د دې ناستې په ترڅ کې پر خلکو غږ کوي چې د ملي یووالي  حکومت ملاتړي پاتې شي.

هغه په ډاګه کړه:«هغه لاسونه چې د کورنیو، سیمه‎ییزو او بهرنیو دښمنانو له خوا کرل شوي دي، هغه له‎منځه وړ او په متحدانه توګه یوه افغانستان لپاره کار کوو.»

د دې غونډې د ویناوالو باورونه دا دي هر هغه څوک چې د نظام په خلاف او ناقانونه هڅې کوي باید پر وړاندې یې قانوني چلند وشي.

په جلال اباد ښار کې د دین یو عالم مولوي سردار په دې اړه څرګنده کړه:«د سیمه‎ییزو هېوادونو هڅې دا دي چې زموږ خلک په سمت‎پالنې، قوم‎پالنې او په سوېل او شمال پالنې ووېشي؛ راځئ چې دا اجازه ورنه کړو او خپل یووالی وساتو.»

تر دې وړاندې په یو شمېر ولایتونو کې بیا د حکومت پر ضد غونډې جوړې شوي او د ملي یووالي حکومت مشران په حکومتوالۍ کې پاتې ښوول شوي.

د حکومت او عطامحمد نور ترمنځ د شخړو په اوج کې، د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار مرستیال دین محمد جرأت که څه هم له چا نوم نه اخلي خو وايي د هغو کسانو مخه باید ونیول شي چې خلک یې یرغمل نیولي دي.

شریک یي کړئ