د میدان وردګو ولایت امنیتي چارواکي د دې ولایت په جلریزو ولسوالۍ کې د طالبانو یوه مهم قومندان او د هغه ۴ تنو ملګرو له وژل کېدو خبرو ورکوی.
د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند، نقیبالله امیني نن(سېشنبې د چنګاښ۲۰مه)څرګندوي چې د طالبانو دا قومندان، مولوی عبدالرحمن نومېده او له افغان ځواکونو سره په نښته کې وژل شوی دی.
دی زیاتوي چې په دې نښته کې درې نور طالب وسلهوال ټپیان شوي دي.
ښاغلی امیني وړاندې وايي چې نښته تېره ورځ د جلریز ولسوالۍ په درېکلا سیمه کې شوي.
نوموړی همداراز په نښته کې د یوه افغان سرتېري د ژوند له لاسه ورکول او دوو ل ټپي کېدو هم خبر ورکوي.
د میدان وردګو امنیه قومندانۍ ویاند وايي، د طالبانو وژل شوي قومندان په ۱۳۹۴ کال کې د تازه فارغو شویو سرتېرو باندې برید کې لاس درلود چې په پایله کې یې ۲۴ سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی وه.