د دغه ګوند مشرتابه غړي حکومت د ټاکنیزو کمېسیونونو په کارونو کې په لاسوهنې تورن وي او د ټاکنو د څار لپاره د سیاسي ګوندونو او شخصیتونو څخه د سراسري شورا د جوړېدو غوښتونکي دي.
اخوا حزب اسلامي ګواښ کوي کهچېرې ولسمشریزې او پارلماني ټاکنې په خپل ټاکلي وخت ترسره نهشي د نظام مشروعیت به تر پوښتنې لاندې راشي.
د حزب اسلامي د مشرتابه غړی امین کریم په دې اړه وویل:«ښه ده چې حکومت د څېرو د بدلون پر او د شخصیتونو د ګمارې پر ځای د ټاکنو د میکانیزم پر سمون کار وکړي.»
خو ولسمشرۍ ماڼۍ د رڼو ټاکنو د ترسراوي لپاره پر نوې لارې ټینګار کوي.
د ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي وویل:«حکومت په ټاکلي وخت د رڼو او سرارسي ټاکنو د ترسراوي لپاره انګېزه لري او په دې اړه خپلې ټولې هڅې به ترسره کړي.»
که څه هم ځینې سیاسي ګوندونه وايي، چې حکومت په ځانګړې توګه د مالیې وزارت د ټاکنو د ترسراوي په لګښت کې بې پروايي کوي، خو د دغه وزارت ویاند وايي چې دغه وزارت د دغه کمېسیون وروستیو غوښتونو ته په تمه دی.
د مالیې وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیم زي زیاته کړه:«دمګړۍ موږ د ټاکنو د ترسراوي او مالي اړتیا لپاره د ټاکنو کمېسیون وروستیو غوښتنو ته په تمه یوو.»
د ټاکنیزوکمېسیونو ترمنځ لانجې او د ټاکنو د ترسراوي لپاره د پيسو نه مشخص کېدل د دې لامل شوي چې سیاسي خوځښتونه حکومت او د دغه کمېسیون غړي په ناکارۍ او د یو بل په کارونو کې په لاسوهنې تورن وي.