Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

حمدالله محب: د پاکستان توغندويي بریدونه به بې ځوابه پاتې نه شي

د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ګواښ کوي چې پر کونړ ولایت د پاکستاني پوځيانو توغندويي بریدونه به بې ځوابه پاتې نه شي.

ښاغلي محب کونړ ولایت ته په خپل سفر کې وايي چې له اتلسو کلونو راهیسې، په کونړ ولایت کې ځينې برخې په بېلابېلو پلمو د دا ډول بریدونو موخه ګرځي.

هغه بریدونه چې د هغه په باور، د بلواګرو د نفوس زیاتوالي او د پاکستاني پوځیانو د پوستو د زیاتوالي لپاره په دغو برخو ترسره کېږي.

د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په دې اړه زیاته کړه:«دښمن دې په دې پوه شوي چې موږ د خپلې خاورې له یو یو انچ څخه هم دفاع کوو او که چېرې هغوی په دې فکر کې دي چې پر دغه ځای توغندي توغوي او دا بې ځوابه پاتې کېږي، دا یو خوب او خیال دی.»

د کونړ اوسېدونکي څه وايي؟

د کونړ ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ اوسېدونکی مومن وایي:«په دغې پېښه کې زموږ له کوره دوه تنه شهیدان شول چې یوه مې ورېندار او بل مې وراره دی.»

د سرکاڼو ولسوالۍ قومي مشر محمد رحیم وویل:«هر چېرته چې جګړه وشي، دلته د ډیورنډ کرښه ده، دلته کوز او بر چې جګړه وشي قربانیان یې همدا د کلي خلک دي.»

د سې شبنې په ورځ د ولسي جرګې ځینو غړو د کابل له لوري د افغانستان او پاکستان تر منځ د سرحدي ننګونو د جدي حل غوښتنه وکړه.

له دې سره هم مهاله، په کندهار کې هم د ځينو سوېلي ولایتونو د ولایتي شوراګانو او قومي مشرانو په ګډون په یوې ناسته کې پر کونړ ولایت د پاکستانیو بریدونو په اړه خبرې وشوې.

په کندهار کې د سیاسي چارو شنوونکی نقیب‌الله‌خان وايي:«د کونړ ولایت پېښې د هېڅ ازاد افغان لپاره د منلو وړ نه دي.»

بلخوا د زابل د ولایتي شورا رییس عطاجان حق‌بیان هم څرګندوي:«پر ملګرو ملتونو، د ملي امنیت پر شورا غږ کوو چې د نړیوالو اصولو او هغو مقرراتو پربنسټ چې ګاونډي هېوادونه یې تر خپل منځ لري، پر پاکستان عملي کړي او پر پاکستان فشار راوړي.»

د افغانستان او پاکستان تر منځ سرحدي ننګونې وروسته له هغې پیل شوې چې، افغان پوله ساتو ځواکونو تېره اوونۍ په کونړ کې د پاکستاني ځواکونو له لوري د افغانستان په خاوره کې د تازه پوستو د جوړولو مخه ونیوله.

شاوخوا ۵ میاشتې مخکې هم د دواړو هېوادونو پوځیان د ورته موضوع پر سر، سره نښتي وو.

د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار چې پر کونړ ولایت د پاکستانیو توغندويي بریدونو د ارزونې په موخه دغه ولایت ته تللی؛ پر ځوابیه بریدونو ټینګار کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه