Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

حکومت د درنې واورې اورښت له امله عمومي رخصتي اعلان کړه

حکومت نن یک‎شنبې(د ۱۳۹۵ د سلواغې۱۷مه) په هېواد کې د سختې واورې اورېدو له امله عمومي رخصتي اعلان کړه.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرسته، نسرین اوریا خېل طلوع‎نیوز ته وايي چې د سختې واورې اوریدو له امله بېړنی حالت اعلان کړی، په پلازمېنه کابل او یو شمېر ولایتونو کې د واورو اورښت بې‎مخینه ښودل شوی او له امله یې ډېرې لارې هم تړلي دي.

د کابل ښاروالۍ هم له موټر چلوونکو د خبرپاڼې په خپرولو سره غوښتي چې له چینونو پرته دې تګ راتګ نه کوي.

په همدې حال کې ولسمشر غني د بیړنیو حالاتو کمیټې ته دستور ورکړی چې د طبیعي پيښو د احتمالي ګواښونو لپاره باید چمتوالی ولري.

ولسمشر تېر ماښام طبیعي پيښو ته د رسیدنې لپاره د دولت له وزیر او همداراز د ټولګټو، د کلیو او پراختیا وزیرانو او د امنیتي ادارو له مسوولانو سره په لیدنه کې ټینګار وکړ چې، د وضعیت په څیړلو سره دې چمتوالی ونیسي او خلکو ته دې د مرستو د لیږدولو لپاره چمتو وي.

طبیعي پيښو ته د رسیدنې لپاره د دولت وزیر ویلي دي چې، په ځینو ولایتونو کې د واورو ښویدنو د اټکل او ټولې ادارې باید په همغږي ډول د مرستو رسولو په بهیر کې کار وکړي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرسته، نسرین اوریا خېل طلوع‎نیوز ته وايي چې د سختې واورې اوریدو له امله بېړنی حالت اعلان کړی، په پلازمېنه کابل او یو شمېر ولایتونو کې د واورو اورښت بې‎مخینه ښودل شوی او له امله یې ډېرې لارې هم تړلي دي

شریک یي کړئ