Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دایکندي کې واورې ښویدو د اوو کسانو ژوند واخیست

د دایکندي د والي ویانده، سکینه احساني وايي په دغه ولایت کې واورې ښوېدو له کبله اوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی.

نوموړي زیاتوي چې تېر ماښام(چهارشنبې د سلواغې په ۲۳مه نېټه) د دایکندي ولایت مرکز نیلي ښار، اشترلي او میرامور ولسوالیو کې واورې ښوېدلې.

ښاغلې احساني زیاتوي چې د وارو ښویدو له کبله د سیمې د خلکو ډېر شمېر ژوي هم له منځه تللي دي.

په همدې حال کې د سالنګونو د ساتنې ادارې مسوولین وايي، چې د سالنګ لویه لار د ډېرې واورې اورښت له کبله د مسافرو تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.

دوی همداراز زیاتوي چې د تېرې ورځې راهیسې سالنګونو کې سختې وارې او توپان دی چې له کبله یې تېره شپه ۹ بجې لار تړل شوې ده.

د سالنګونو د ساتنې اجرايي مدیر، سمیع الله ولیزاده  وايي چې سویلي سالنګ کې د واورې ضخامت۷۰ سانتي متره او په شمالي کې ۵۰سانتي متره دی.

دوی همداراز وايي چې ښایې د واورې اورښت تر سبا پورې دوام وموموي.

د بل خبر له مخي د سالنګونو د ساتنې ادارې مسوولین وايي، چې د سالنګ لویه لار د ډېرې واورې اورښت له کبله د مسافرو تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.

شریک یي کړئ