افغان حکومت نن (سې شنبې د کب په ۲۰مه) وویل چې ټاکل شوې ده سږ کال څه باندې دوه مېلیونه نیالګي د هېواد زرغونتیا لپاره کېنول شي.
د کرنې وزارت وايي چې هر کال د دوه مېلیون نیالګیو له ډلې چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې کېنول کېږي ۴۰ سلنه یې د اوبو نه ورکولو او نه پاملرنې له امله وچېږي.د هر چارواکي زیاتوي چې نیالګي په کینولو د اتلسو تنو لپاره د سالم اکسجن زمینه برابرېږي.
د هوا د ککړتیا او د سیلابونو د راتلو مخنیوی، ترځمکې لاندې اوبو زیاتوالی، د وچکالۍ مخنیوی، د اقلیم اداره کول او د شنه چاپېریال رامنځته کول د نیالګیو د کینولو ګټې بلل کېږي.
د کرنې او اوبو لګولو وزیر نصیر احمد درانی په دې اړه وايي:«سږکال په ټول هېواد کې زموږ پلاون له دوه مېلیونه زیاتو نیالګیو کېنول دي چې خلکو ته په وړیا توګه ووېشو. »
د کابل ښاروال هم کابل کې دا ډول کمپاین پيل کړی دی، هغه وایي چې دا بهیر په ټول هېواد کې پیل شوی دی.
کابل ښاروال ذکي سرفراز وویل:«هڅه کوو چې په ټول ښار کې د اوبو لګولو سیسټم چې مخکې د موټرو په استفاده اوبه کېدل، چې په شبکه يي او فوارې بدل کړو.»
د کب میاشتې شلمه د ولسمشر د حکم له مخې د نیالګیو د کینولو ورځ نومول شوې ده.
د کابل ښار په شاوخوا لمنو کې په لس زره هکتاره ځمکه کې د شنې فضا رامنځته کول په تېرو څلورو کلونو کې د حکومت لوي پروګرام دی.
د منشي میرغلام ښارګوټي د غرونو په لمنو او د کابل شمال ته نږدې سیمو کې د څه د پاسه درې زره نیالګیو کینول او د بوټو او ځنګلي ونو د کابو اوه سوه کیلوګرامه تخمونو کرل د دغه پروګرام یوه برخه ده خو هغه ځینې نیالګي چې په تېرو کلونو کې کینول شوي داسې ښکاري چې د اوبو د نه ورسېدو له امله یا وچ شوي او یا یې هم سمه وده نه ده کړې.
د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې رییس شاه زمان میوند وايي:«د ډیټابیس سیسټم مو فعاله کړی چې په راتلوونکي کې له ټولو نیالګیو چې په ټول هېواد کې کېنول شوي، څارنه وکړو.»
کابل له هغو ښارونو څخه دی چي د خاورو او دوړو په پورته کېدو سره د هوا ککړتیا یې زیاتېږي خو د هوا له ککړتیا سره د مبارزي غوره لار د نیالګیو کینول او د شني فضا رامنځته کول دي.
په دې اړه مو اندونه