د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پالیسۍ او استراتیژۍ رئیس وایي طالبانو په هېواد کې د څو نړیوالو ترهګریزو ډلو د فعالیت زمینه برابره کړې ده.
اشرف حیدري د ویتنام په غونډه کې څرګنده کړې ده چې هره ورځ د طالبانو لخوا بې ګناه خلک وژل کیږي.
ښاغلي حیدري همداراز په دې ناسته کې څرګنده کړې ده چې طالبان د خلکو سیمو کې د نشه یې توکو کرکيله کوي.
ده چې د ویتنام په هنوي ښار کې د «هند اوقیانوس» تر نامه لاندې خبرې کولې زیاته کړې ده چې د ترهګرو ګواښ د نړۍ ټولو هېوادونو ته جدي دی او په دې تړاو د همکاریو غوښتنه کوي.