د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد، چې په دې وروستیو کې د افغان سولې د هڅو لپاره څو هېوادونو ته خپل سفر پیل کړی، د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې د افغانستان په وړاندې د پاکستان حکومت د دریځ له واضح کېدو هر کلی کوي، او افغانانو یوه اوږده جګړه تجربه کړې او حق لري چې په سوله کې ژوند وکړي.
عمران خان تېره اوونۍ په افغانستان کې د سولې اوسني بندون د لهمنځه وړلو لپاره د لنډمهاله ادارې وړاندیز وکړ. د هغه دغه څرګندونې له زیاتو نیوکو سره مخ شوې.
له هغې وروسته کله چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې وویل چې د افغانستان په اړه د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان له څرګندونو په رسنیو کې سم اخیستون نه دی شوی.
په خبرپاڼه کې راغلي و چې پاکستان د افغانانو په مشرۍ او مالیکت د سولې بهیر له هڅولو پرته، په افغانستان کې نورې ګټې نهلري او دا څرګندونې باید د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې په توګه ونه ګڼل شي.
ښاغلي خلیلزاد ویلي:«د افغان سولې څخه د پاکستان او ټولو سیمهییزو هېوادونو له ملاتړه هرکلی کوم او هوکړه پر دې ده چې افغانان له یوې اوږدې جګړې وروسته، حق لري چې په سوله کې ژوند وکړي.»
ټاکل شوې چې ښاغلی خلیلزاد افغانستان، بریټانیا، بلجیم، پاکستان، ازبکستان، اردون او قطر ته سفر وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپرپاڼه کې راغلي دي چې دا سفر د مارچ له ۲۵ مې د اپرېل تر ۱۰ مه (د وري له پنځمې تر یووېشتمې نېټې) دوام وکړي او اولس ورځې به دوام وکړي.
په ورته وخت کې ښاغلي خلیلزاد په یوه ټویټ کې ویلي چې په اروپايي ټولنه کې له خپلې سیالې سره یې ښې غونډې لرلې دي. او د ګډو ګټو په اړه یې سره بحث او د نظر ادلون بدلون درولود.
هغه څرګنده کړه:«موږ په افغانستان کې د تېرو اتلسو کلونو په لږ کې د هېوادونو د ګډو ارزښتونو او د سیاسي او ټولنیزو مانالرونکو لاسته راوړنو، په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو لپاره خبرې کړې دي او دغو لاسته راوړنو ته باید د سولې بهیر کې لومړیتوب ورکړي.»
ښاغلي خلیلزاد همدارنګه د افغان سولې او ولسمشرۍ ټاکنو په اړه د افغانانو د اندېښمنو په اړه د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوولې فډریکا موګریني له څرګندونو هم هرکلی وکړ.
مېرمن موګریني د تېرې اوونۍ د سېشنبې په ورځ کابل کې د ملي یووالي حکومت له مشرانو سره په لیدنه کې، د افغان سولې بهیر او ولسمشرۍ ټاکنو څخه یې خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړ.
ښاغلي خلیلزاد د ناټو له سرمنشي ینس سټولټنبرګ سره په یوې غونده کې د افغان سولې په اړه وروستي جزییات شریک کړل.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپانه کې ویلي چې ښاغلي خلیلزاد کابل ته په خپل سفر کې د حکومت له چارواکو او نورو افغانانو سره له طالبانو سره د امریکا د خبرو اترو د وضعیت په اړه به بحث وکړي او هغوی به د یوه ټول شموله ملي پلاوي جوړولو لپاره وهڅوي.