د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي چې امریکا د افغانستان له جګړې د خلاصون او تېښتې په لټه کې نه ده.
هغه د افغانستان جګړه د امریکا تر ټولو اوږده جګړه وبلله او ویلي یې دي چې دغه هېواد هڅه کوي دا جګړه د خبرو له لارې پای ته ورسوي.
د ښاغلي خلیلزاد اشاره له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو رپوټونو ته وه - هغه وتل چې له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو لپاره د طالبانو یو بنسټیز شرط دی.
د زلمي خلیلزاد دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په تازهګۍ سره هغې له طالبانو سره د سولې خبرو اترو اووم پړاو پای ته ورسوه.
ښاغلي خلیلزاد یو ځل بیا ټينګار کړی چې امریکا له افغانستانه ته وتلو د هوګړې په لټه کې نه ده بلکې غواړي چې د سولې یو هوکړهلیک ترلاسه شي.
هغه څرګنده کړه:«موږ غواړو چې دلته (افغانستان کې) له ځانه یو مثبت میراث پرېږدو. موږ نه غواړو چې خلاصون پيدا کړو او تېښته وکړو. موږ د وتلو د هوکړې په هڅه کې نه یوو، بلکې غواړو چې د سولې یو هوکړه لیک رامنځته شي. او موږ له افغانستان سره د ملګرتیا یوه اوږد مهاله اړیکه ولرو او خپلو همکاریو ته دوام ورکړو.»