د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي په یوه ټوېټري پیغام کې ویلي چې دوحې ته رسېدلی او د هغه په وینا، طالبان یوې ښې هوکړې ته د رسېد لپاره نښې نښانې ښيي.
هغه وايي چې امریکا د یوې ښې هوکړې لپاره چمتو ده.
خو ښاغلی خلیلزاد ټينګار کوي چې امریکا د سولې د هوکړې په لټه کې ده، نه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په هغې کې.
هغه همدارنګه وايي امریکا د سولې داسې هوکړه غواړي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو زمینه برابره کړي.
په ورته وخت کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم په یوه ټوېټري پيغام کې ویلي چې له امریکا سره د دغې ډلې خبرې به نن یو ځل بیا پیل شي.
دا په داسې حال کې ده چې واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي چې د امریکا د حکومت د یوې لومړنۍ هوکړې پر بنسټ، له افغانستانه د خپلو شپږ زره سرتېرو د وتلو لپاره چمتووالی نیسي، چې د دغو سرتېرو له وتلو وروسته به په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر به اته تر نهو زرو تنو ورسېږي.
امریکايي چارواکو ویلي چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د کمېدو په مقابل کې طالبان به د اوربند اعلانولو ته اړمن کړي او له القاعدې سره به خپلې اړیکې پرې کړي.
یوه امریکايي چارواکي ویلي چې له طالبانو سره د امریکایانو ۸۰ تر ۹۰ سنلې هوکړه وروستۍ شوې او د پاتې ۲۰ سلنې په اړه کار به ستونزمن وي.
خو ښاغلی خلیلزاد ټینګار کوي چې په افغانستان کې د امریکا حضور په شرایطو پورې تړاو لري او له افغانستانه هر ډول وتل به په شرایطو پورې تړلي وي