د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، خواجه آصف وايي چې د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ له ادرې به غوښتنه وکړي، تر څو خپله پوځي تګلارې یوې خوا ته کړي او له طالبانو سره د افغانستان کړکېچ هوارۍ په موخه خبرې اترې وکړي.
د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ اړیکو د ترنیګلتیا په لړ کې ټاکل شوې ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، خواجه آصف په راتلونکو ورځو کې د ملګروملتو د عمومي اسمبلې د غونډې په څنډه کې له امریکايي چارواکو له هغې ډلې د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر، ریکس ټیلرسن سره وګوري.
ده ویلي دي:«پاکستان به یو ځل بیا د امریکا د نوې تګلارې په اړه دغه هیواد ته نږدې شي، د ټرمپ ادارې په افغانستان کې پوځي تګلاره غوره کړې چې یو ناکام سیاست دی، که واشنګټن د سیمې له هیوادونو سره چې پر طالبانو نفوذ لري کار وکړي، له طالبانو سره به د خبرو د پيلولو زمینه برابره شي.»
د ولسمشر د ویاند مرستیال، دواخان مینهپال څرګندويک«د سولې لاره خلاصه ده. د سولې لپاره له هرې ډلې سره د افغانستان حکومت چمتو دی.»
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وایي پاکستان، چین، امریکا او افغانستان کولاي شي نور هیوادونه چې پر طالبانو نفوذ لري هم له دې ډلې سره د سولې په نویو هڅو کې شامل کړي.
دا په داسې حال کې ده چې ویل کېږي د سولې عالي شورا له مخالفو وسلهوالو سره د سولې خبرې پیل کړې دي.
د سناتور، نثار حارث وايي:«د سولې عالي شورا دا نوښت کړی او د مخالفو وسلهوالو سره خبرو اترو ته د ننه شوې، باید سرچینې، کسان او مالومات یې له رسنیو سره شریک شي.»
دغه څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې دونالدټرمپ د سویلي آسیا په اړه د واشنګټن د نوې تګلارې د اعلان پرمهال، پر پاکستان د حقاني ډلې په ګډون طالبانو ته د پناه ورکولو له امله نیوکه وکړه او خبرداری یې ورکړ که اسلام اباد ددغو ډلو پرخلاف اقدام ونکړي د واشنګټن له غبرګون سره به مخامخ شي.