Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې د روسیې او امریکا ترمنځ سیالیو په اړه اندېښنې

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي چې نن سې‎شنبې (د تلې په ۱۰ مه) د افغانستان د حقوقي او سیاسي څېړنو په بنسټ کې د یوې غونډې په ترڅ کې افغانستان کې د امریکې او روسیې د اختلافونو د زیاتوالي په اړه خبرداری ورکړ.

په دغې ناسته کې ښاغلي کرزي د هېواد د بهرني سیاست او سولې ته د رسېدو د لارو چارو په اړه خبرې وکړې، نوموړی زیاتوي چې د امریکا او روسیې اختلافونه له اوکرایین نه د افغانستان په لور په حرکت کې دي او که‎چېرې دا سیالۍ رسمي شي، پایلې به یې د افغانستان لپاره ښې نه وي.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزی وايي:«دا اختلافونه له اوکراین نه کرارا کرارا د افغانستان په لور راروان دي او هرکله چې دا اختلافونه په رسمي توګه پیل شي، د افغانستان لپاره به خراب وضعیت رامنځته کړي.»

ښاغلی کرزی چې له پاکستان سره د افغان مرکچي پلاوي اصلي غړی و، د افغانستان د سولې په بهیر کې د پاکستان پر همکارۍ بې باوره شوی او وايي چې افغانستان باید له چین څخه د دې تمه ونه لري چې پر پاکستان دې فشار راوړي ترڅو د افغانستان د سولې له بهیر سره مرسته وکړي.

ښاغلي کرزي څرګنده کړه:«موږ باید له چین څخه تمه ونه لرو چې پر پاکستان دې فشار راوړي، ځکه چې دا یوه بې ځایه تمه ده. له پاکستان څخه د چین د ګټې او منفعت توپیر له ځان سره درک کړو.»

بل پلو، کابل کې د هند سفیر له نړیوالې ټولنې غواړي چې د ترهګرو په ملاتړو هېوادونو فشار زیات کړي.

کابل کې د هند سفیر ویني کمار په دې اړه څرګنده کړه:«لومړنی مورد چې ټول پر هغه هوکړه ولرو، دا دی، چې د ترهګرو له ملاتړه دې لاس واخیستلی شي. نړیواله ټولنه دې د ترهګرو په ملاتړو هېوادونو فشار راوړي ترڅو له دې کاره لاس په سر شي.»

له دې سره سره د تاوتریخوالي د پای ته رسولو او سولې ته د رسېدو لپاره د افغان حکومت پر سیاستونو هم نیوکې کېږي.

د حراست او ثبات شورا ویاند مسعود ترشتوال وايي:«سوله خلکو ته په یوه خیال بدله شوې، هر ځل چې موږ د سولې شعار ورکوو، د سولې په لاره کې زموږ قرباني زیاتېږي.»

له پاکستان سره د افغانستان اړیکې ترینګلې وې خو له نهو میاشتو راهیسې له پاکستان سره د عمل پروګرام په اړه د ګډ کار په هکله هوکړې ته رسېدلی او دوه ځله د دواړو هېوادونو استازو سفرونه کړي دي خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي ټولې موافقې یوازې د کاغذ پرمخ پاتې دي.

د عمل په دغه پروګرام کې په اقتصادي، سیاسي، پوځي، استخباراتي او کډوالو په برخو کې پنځه کاري ډلې جوړې شوې خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پاکستاني پوځیان په کارونو کې د پرمختګ خنډ بولي.

حکمت خلیل کرزی وايي چې د امریکا او روسیې اختلافونه له اوکراین نه د افغانستان په لور په حرکت کې دي او که‎چېرې دا سیالۍ رسمي شي، پایلې به یې د افغانستان لپاره ښې نه وي.

شریک یي کړئ