د امریکا یوې روسنۍ «رول کال ډاډ کام» رپوټ ورکړی چې د امریکا کانګرس له طالبانو سره د سولې خبرو لګښت لپاره ۱۵ مېلیون ډالره تایید کړل.
د دغه رپوټ پر بنسټ، کانګرس «د ملي دفاع د جواز قانون» د لایحې له تایید سره د امریکا دفاع وزارت ته اجازه ورکوي چې تر ۱۵ مېلیون ډالرو د افغانستان د سولې پر خبرو ولګوي.
خو پنټاګون وايي چې شونې ده ځينې دغه پیسې په غیرمستقیمه توګه له طالبانو سره مرسته وکړي.
د امریکا اوسني قانون پر بنسټ، دغه هېواد کولای شي له هغو ډلو سره چې د ترهګریزو شبکو په نوملړ کې وو، مرسته وکړي.
خو په هغه رپوټ کې چې له دغه لایحې سره دی، ویل شوي چې د ترهګریزو ډلو لګښت - لکه د سفر لګښت - په مستقیمه توګه به ورنه کړل شي.
ورته مهال په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په خپله ټوېتر پاڼه دغه رپوټ رد کړی او ویلي یې دي چې امریکا یوازې د خپل مذاکراتي پلاوي لګښت ورکړی دی.