Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دخبریالانو د وژنې زیاتوالي په اړه د رسنیو ملاتړو بنسټونو اندېښنه

له رسنیو ملاتړې ادارې وايي چې  هېواد کې د خبریالانو وژنه د له حده زیاته شوې او دې چارې اندېښمن کړي دي.

د دغو بنسټونو د شمېرو له مخې د حامد کرزي په دوولسو کلونو حکومت کې څلویښت خبریالان وژل شوي دي، په داسې حال کې چې د ملي یووالي حکومت د کار له پيل راهیسې څلویښتو خبریالانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

دغه بنسټونه وايي چې د ملي یووالي په حکومت کې د خبریالانو د امنیت د ټینګښت لپاره اغېزمن کار نه دی شوی.

دغه ادارې په دې برخه کې د حکومت کارونه ننداریز بولي او وايي حکومت په اعلامیو او غندنو سره له خپلو مسوولیتونو تيښته کوي.

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ مشر مجیب خلوتګر په دې اړه وویل:«حل لاره باید نوې وي. د حل لاره د کمېسیون جوړول نه دي، پر امنیتي بنسټونو بې حوصلګي د حل لاره نه ده، د حل لاره په ټلوېزیونونو او اعلامیو کې په تونده او احساساتي توګه غوسه نه ده؛ د حل لاره باید متفاوته وي. زه د حل لاره په دې کې وینم چې موږ باید خلک ځواکمن کړو.»

خبریالان هم ټینګار کوي چې حکومت د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي او د دوی د وژنو د دوسیو د څېړلو لپاره اراده نه‎لري.

د یوې خصوصي رسنۍ خبریال حفیظ الله سالنګي وايي:«حکومت هر وخت وايي چې ګمېټه جوړوي، دا شعار دی، واقعیت نه دی؛ حکومت د کومې کمېټې ځواب موږ ته راکړی دی.»

بل خبریال باعث حیات هم څرګنده کړه:«موږ داسې څه نه وینو چې حکومت د خبریالانو لپاره کړې وي؛ یوازې د شعار په حد کې وې او غونډې جوړې شوې دي.»

دا په داسې حال کې ده چې د روان لمریز کال د غوايي میاشتې راهیسې په هېواد کې تراوسه څه باندې ۱۲ خبریالان وژل شوي دي.

په تر ټولو وروستۍ پېښه کې، تېره ورځ د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې په اړوند دشت برچي سیمه کې پر یوه کلپ د برید په ترڅ کې د طلوع نیوز خبریال صمیم فرامرز او د طلوع نیوز تصویر اخیستوونکی رامز احمدي وژل شول.

شریک یي کړئ