د بغلان ولایت په مرکز پلخمري ښار کې د یوې چاودنې په ترڅ کې، ۱۲ تنه ټپيان شوي دي.
یوه سرچینه طلوع نیوز ته وايي چې دغه چاودنه د ملي امینت په کارکوونکو پورې په یوه هایلکس ډوله موټر کې ځای پر ځای شوي ماین له امله وه.
په ورته وخت کې د پلخمري د ولایتي روغتونونو چارواکي هم وايي چې دغه روغتون ته ۱۳ ټپيان راوړل شوي دي.
امنیتي چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. اخوا هېڅ بلواګرې ډلې د دغې پېښې پړه نه ده منلې.