د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د رایو ورکولو لپاره د نوم ليکنې په یوه مرکز کې چاودنه شوې چې په پایله کې د عامه نظم یو پولیس وژل شوی او دوه تنه نور پولیس ټپيان دي.
د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ امنیه قومندان، محبالله کوهدامني وايي چې دا پېښه له غرمې وروسته کابو دوه بجې د نوم ليکنې په مرکز کې د ځای پر ځای شوي ماین له کبله رامنځته شوې ده.
او د پېښې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او حالت یې ښه دی.
له دې سره په ورته وخت کې د کندهار ولایت ځايي چارواکي هم وايي چې د دغه ولایت په سپين بولدک ولسوالۍ کې په یوه موټر کې د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له کبله یو ولسي وګړی وژل شوی او درې تنه نور ټپيان دي.
د پېښو مسوؤلیت کومې ډلې تر اوسه په غاړه نه دی اخیستی.