د ملي دفاع وزارت وايي چې له طالبانو څخه د پکتیا د جاني خېلو ولسوالۍ د بېرته نیولو عملیات پیل شوي او امنیتي ځواکونه به ډېر ژر دغه ولسوالۍ ونیسي.
د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش ټینګار کوي چې امنیتي ځواکونه د جاني خېلو ولسوالۍ د لارې په پاکولو بوخت دي او ډېر ژر د دغې ولسوالۍ مرکز ته به ننوځي.
ښاغلي رامنش زیاته کړه:«د جاني خېلو په اړه زه کولای شم ووایم چې ډېرې ښې بریاوې ترلاسه شوي او موږ به ډېر ژر جاني خېل د دښمن له شتون پاکه کړو.»
دمګړۍ د هېواد پوځیان په ۱۱ ولایتونو کې په ۱۶ کرښو کې له ترهګرو سره په جګړه بوخت دي.
د پکتیا د جانې خېلو ولسوالۍ بېرته ولکه کول او د طالبانو له شتون نه د غور د تیورې ولسوالۍ پاکول، د دولتي ځواکونو د مأموریت یوه برخه ده.
خو د پکتیا د ولایتي شورا ځینې غړي او په ولسي جرګه کې د غور د خلکو استازي له دغو ولایتونو څخه د طالبانو په بشپړه له منځه وړلو ټینګار کوي.
د پکتیا د ولايتي شورا غړی ایوب خان غروال ځاځی وايي:«په جاني خېلو کې تأسیسات نه شته، زموږ سرتېرې هلته په خېمو کې ژوند کوي او حتا په ژمني کې هم په خېمو کېوي، اړتیا ده چې هلته تأسیستا جوړ شي او همدارنګه د سیمې د جغرافیې سره په سمون کې، امنیتي ځواکونو ته درنې وسلې ورکړل شي.»
په ولسي جرګه کې د غور د خلکو استازی نادر شاه بحر وویل:«کهچېرې د تیورې له ټولو سیمو وسلهوال مخالفین لیرې نه کړو، بیا هم کله چې مرستندویه ځواکونه له تیورې څخه بهر شي، تیوره به بیا هم ناامنه شي او د تیورې د مرکز د نیولو لپاره به د طالبانو بریدونه بېرته پیل شي.»
افغانستان کې څو کلنې جګړې بېلابېلې بڼې خپلې کړی. د طالبانو له خوا د جګړې د تګلارې بدلول، افغانستان کې د داعش فعالیت او په سیمه کې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې پیچلتیا؛ هغه څه دي، د افغانستان د جګړې بڼه یې بدله کړې.