ملي دفاع وزارت د چهارشبنې په ورځ(د غوايي په ۱۳ مه)څرګنده کړه چې دغه ادارې څلور کلنه تګلاره چمتو کړې چې د هغه له عملي کېدو سره،د افغانستان ملي پوځ به له نن څخه زښت زیات ځواکمن شي.
د پوځ د ټولو برخو پر پياوړتیا سربېره، قول اردو ته د کمانډو فرقې لوړول هم د دې تګلارې لویه برخه ده.
ملي دفاع وزارت وايي چې اوس د هېواد چاپېریال،د ملي پوځ له ادارې څخه بهر دی؛له همدې امله په نوې تګلاره کې،د هوايي ځواکونو د رادار فعالولو پر اړتیا هم تینګار شوی دی.
د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وویل:«زموږ د هېواد فضا ازاد ده،یعنې داسې وسلې نهلرو،رادار نه لرو چې خپل چاپېریال پرې کنټرول کړو.دا ډېره مهمه ده چې د رادار، توپچي دافع هوا، دافع هوا توغندی، ښکاري الوتکې، د بمبارۍ الوتکې یا اوپراټيفي او ستراتېژیکې الوتکې باید موږ ولرو.»
وزیری زیاتوي:«محاربوي عملیات باید یوازې کمانډويي قطعې ترسره کړي او ځمکنۍ قطعې همغه سیمه وساتي او په همغو لنډو سیمو کې کهچېرې کوم عملیات ته اړتیا کېږي په خپله دې ترسره کړي.»
خو په ورته وخت کې په هېواد کې د ناامنیو زیاتوالي خلک اندېښمن کړي دي.
کندز هغه ښار چې په تېرو دوو کلونو کې دوه ځله د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ لاس په لاس شو، په روان کال کې د دې پېښې د تکرار په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.
له دې مخکې سیمهيیزو چارواکو په کندز کې د پراخو پوځي عملیاتو د پيلولو خبر ورکړی دی.
د کندز د ولایتي شورا رییس امرالدین ولي وویل:«له دغو ټولو امکاناتو او تجهیزاتو سره چې په واک کې یې لري، دوی ولې نهشي کولای لږ تر لږه هغه کلي او سیمې چې د مخالفینو په کنټرول کې دي، بېرته ترلاسه کړي.»
په کندز کې امنیتي چارواکي وايي په دې ولایت کې د پوځي عملیاتو ترسره کول له یو لړ ننګونو سره مخامخ دي.
د کندز امنیه قومندان عبدالحمید حمیدي په دې اړه وویل:«ځینې وختونه وضعیت داسې وي چې موږ باید په چټکتیا سره عمل وکړي، او ځینې وخت باید په احتیاط سره کړنه وکړو. په هر حال،عملیات درول شوي نه دي.»
د ملي دفاع وزارت په وینا امریکايي چارواکو هم د افغانستان له دغې پوځي تګلارې ملاتړ کړی او ژمنه یې کړې چې د افغانستان په اړه په خپله نوې تګلاره کې به دغې برخې ته هم پاملرنه وکړي.
په اوسني وخت کې د ملي اردو ځواکونه د ورځې ۱۷ پوځي عملیات ترسره کوي او له دې سره په یو وخت کمانډو ځواکونه هم کابو ۱۵ عملیات ترسره کوي.
پر دې سربېره ځانګړي ځواکونه هم د شپې عملیات کوي.په دغو ټولو عملیاتو کې له هوايي ځواک څخه کار اخیستل کېږي او کله کله بهرنۍ الوتکې په عملیاتو کې برخه اخلي.