Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دفاع وزارت: د هوايي ځواکونو بریدنونو ۱۰ترهګري وژلي

د ملي دفاع وزارت نن(شنبې د سلواغې۲۸مه) د هېواد په بېلابېلو برخو کې د افغان هوايي ځواکونو بریدونو په پایله کې د ۱۰ ترهګرو له وژل کېدو خبر ورکوي چې په کې طالبان او داعش غړي شامل دي.

دا بریدونه په فراه، ننګرهار او کونړ ولایتونو کې ترسره شوي دي.

یاد وزارت خبرپاڼه کې څرګنده کړې ده چې د فراه ولایت په بکواه ولسوالۍ کې د هوايي برید په پایله کې ۳ تنه وسله‎وال وژل شوي او ۵ تنه نور ټپيان دي.

خبرپاڼې زیاته کړې ده چې په دې برید کې د نشه‎يي توکو د پروسس یوه کارخونه هم له منځه تلې ده.

له دې سره همهاله د افغان ځواکونو هوايي بریدونو ننګرهار ولایت په اچین او هسکه مېنې ولسوالیو کې هم درې داعش وسله‎وال په نښه کړې دي.

ملي دفاع وزارت همداراز د کونړ ولایت په چپه دره ولسوالۍ کې هم د هوايي بریدونو په پایله کې دوو داعش وسله‎والو له وژلو او د دوو له ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

د افغان هوايي ځواکونو بریدونو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې لس ترهګر وژل شوي او د نشه‎يي توکو د پروسس یوه کارخونه ویجاړه شوې ده

شریک یي کړئ