د هېواد ملي دفاع وزارت وايي چې د کابل شکردرې ولسوالۍ له وسله والو طالبانو پاکه شوه.
د یاد وزارت خبرپاڼه کې نن(دوشنبې د زمري په ۲۷مه نېټه) راغلي دي چې د ترهګرو پر ضد چاڼیزو عملیاتو کې ۵ طالب وسله وال وژل شوي او د یوه قومندان په ګډون دوه تنه ټپیان شوي دي.
د خبرپاڼې په حواله دغو عملیاتو کې "دغو عملیاتو کې د یادې ولسوالۍ ټول کلي د وسله والو له شتونه پاکې شوې دي."
دفاع وزارت همداراز شکردرې ولسوالۍ کې د ۲۵ وسله والو له نیولو هم خبر ورکړی دی.
خبرپاڼه وايي:« د دریوو مشرانو سر ګروپونو په ګډون ۲۵ وسله وال چې د هېواد له نورو سيمو شکر درې ته د ترهګرۍ او وحشت په موخه راغلي وو، ونيول شو.»
طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي.