د لوړو زده کړو وزارت پرېکړه کړې ترڅو په ۱۳۹۷ لمریز کال کې د ۶ زره نجونو لپاره د هېواد په پوهنتونونو کې ځانګړي او جلا ټولګي جوړوي.
د لوړو زده کړو وزارت ویاند ضیا ساحل د هېواد په بېلابېلو پوهنتونو کې د ۶ زرو نجونو لپاره په دولسو څانګو کې جلا او اختصاصي ټولګي جوړوي او هلکان په کې ګډون نه شي کولای.
دی د دې کار لامل په پوهنتونو کې د نجونو کمښت بولي.
د لوړو زده کړو وزارت ویاند ضیا ساحل په دې اړه وویل:«په دغو ټولګیو کې هلکان نه شي کولای لوست وکړي او دا جلا ټولګي دي. البته ګډ ټولګي هم شته خو دا ټولګي ځانګړي او جلا دي چې یوازې نجونې لوړې زده کړې کولای شي.»
خو یو شمېر نجونې د لوړو زده کړو وزارت دغه پرېکړه د هېواد په پوهنتونو کې د علمي ادارو اصولو خلاف او د جنسیتي تبعیض پیل ګڼي.
د کابل پوهنتون زدهکړیاله نطیفه رسولي وايي:«کهچېرې د هلکانو او نجونو ټولګي یوځای وي، ښه پایله لري ځکه کولای شي د یو بل له زدهکړو څخه ګټه پورته کړي او دا ګټور پرېوځي.»
د کابل پوهنتون بل زدهکړیال غیب الله معرفت څرګنده کړه:«په هره کچه چې د لوړو زده کړو وزارت محدودیتونه رامنځته کړي، په هماغه اندازه به د هلکانو او نجونو ترمنځ حساسیتونه زیات شي.»
په همدې حال کې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالان د نجونو او هلکانو د ټولګیو جلاوالی په پوهنتونونو کې د نجونو پر وړاندې جنسیتي زیانونو ته لمن وهل بولي.
د ولسي جرګې غړې فرشته امیني وايي:«کهچېرې نوي ټولګي هم رامنځته کېږي باید د تېر په څېر وي. د دې پر ځای چې د لوړو زده کړو وزارت جنسیتي مسایلو ته لمن ووهي کهچېرې په علمي، کلتوري او د درسي نصاب په سمون کې کار وکړي ګټور به وي.»
د لوړوزده کړو وزارت په وینا دغه جلا اختصاصي ټولګي به د ټولنیزو او ساینسي علومو، انجینري، حقوقو او ژورنالېزم په څانګو کې جوړ شي.
دوی زیاتوي، د هېواد په ټولو پوهنتونونو کې دا مهال ۲۴ سلنه نجونې زده کړې کوي او سږ کال ۶۷ زره نجونو د کانکور په آزموینه کې ګډون کړی دی.