Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ارګ ناوړه سیاستونو د پایلو په اړه د عطا محمد نور د پلویانو ګواښ

د بلخ ولایتي شورا مشر چې عطا محمد نور ته له نېږدې کسانو بلل کېږي، وایي چې جمعیت اعلامیه تاییدوي خو په اعلامیه کې په څرګنده توګه نه دي ویل شوي چې له دندې د ښاغلي نور لیرې کولو پریکړه دې لغو شي او دا یې سره کرښه وه.

افضل حدید ګواښ کوي چې، که ارګ په دې برخه کې د عقدې پر بنسټ چلند وکړي، په افغانستان کې به تازه کړکېچ رامنځته شي.

له دې سره د جمعیت اسلامي په اعلامیه کې ویل شوي که ارګ په خپل انحصار غوښتونکي ګام باندې بیا کتنه وکړي، جمعیت به له بلې هرې لارې د افغانستان د خلکو روا حق نه دفاع وکړي.

د اسلامي جمعیت ګوند د ساعتونو او خبرو اترو وروسته د ښاغلي نور د استعفا په اړه دغه ګوند د سه شنبې په شپه خپل لید لوری په لنډه توګه په اعلامیه کې شریک کړی دی.

د دغې اعلامیې په یوې برخه کې راغلي دي:«که ارګ پر دې انحصاري اقدام چې د نړیوالې ټولنې له شته والي په ناوړه ګټې اخیستنې سره کېږي له سره غور ونه‎کړي، اسلامي جمعیت د بلخ د والي په اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ اقدام د ملي یووالي حکومت د هوکړې له مخې ردوي او ځان مسوول ګڼي چې د هرې لارې په کارولو د افغانستان د خلکو له روا او مشروع حقه دفاع وکړي.»

د بلخ د والي مرستیال بشیر توحیدي په دې اړه وویل:«د خپلو خلکو په استازیتوب، د افغانستان د ملي وحدت ګوند په استازیتوب، استاد محقق درې ځله له ما سره اړیکه ونیوله او وې ویل چې والي صاحب ته ډاډ ورکړئ موږ له ټولو امکاناتو سره له ټول ځواک سره ستا په خدمت کې یوو، زموږ خلک، زموږ ګوند او زموږ ټول تشکیل.»

خو د بلخ ولایتي شورا رییس چې د عطامحمد نور نېږدې کسانو څخه هم دی، که څه هم دغه اعلامیه د منل وړ بولي خو په دې برخه کې ځينې نیمګړتیاوو ته اشاره کوي.

د بلخ د ولایتي شورا رییس افضل حدید څرګنده کړه:«ویل کېږي چې د عطا محمد نور تبدیلي سره کرښه ده.»

دغه راز، د مزار شریف اوسېدونکي له دواړو لورو غواړي چې له سوله‎ییزې لارې کار واخلي.

د مزار شریف اوسېدونکي سید مختار په دې اړه وویل:«د افغانستان خلک په هېڅ ډول د سیاسي شخړو په ځانګړې توګه د پوځي او د ګرم اوزار نه وي.»

د بلخ د علماوو شورا رییس مولوي ذبیح الله په تېرو ورځو کې له ښاغلي نورسره دوه ځلې په غونډه کې ګډون کړی دی او د دغو غونډو په اړه داسې وايي:«هغه غونډې چې له ښاغلي والي صاحب سره وشو د علماوو شورا او ګوندونو، ټولو هغه خپل ملاتړ اعلان کړ.»

طلوع نیوز ته یو سرچینه وايي، چې عطامحمد نور انجنیر داوود د بلخ د والي په توګه نه مني او وړاندیز کوي چې دغه ولایت ته دې فرهاد عظیمي ور وپېژندل شي.

اسلامي جمعیت ګوند ته د دوه وزارتونه او دوه سفارتونو ورکول د ده له نورو غوښتنو څخه دي چې د دغو غوښتنو له منلو دوه اوونۍ وروسته به له دندې څنډې ته شي.

شریک یي کړئ