افغانستان، امریکا متحده ایالاتو او روسیې د افغانانو ترمنځ د سولې د ژر ترژره خبرو پیل او د تاوتریخواليو پر کمښت ټینګار کړی دی.
د هېواد د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې دوشنبې(د غبرګولي په ۲۶مه نېټه) وايي چې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، حنیف اتمر، د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد او د امریکا ځانګړي استازي، ضمیر کابلوف د ویډیو کنفرانس له لارې درې اړخېزه ناسته درلوده.
خبرپاڼه کې همداراز راغلي دي چې درې واړو خواوو افغانستان کې د افغانانو په مشرۍ د سولې پر بهیر او د تېرو ۱۹ کالو د لاسته راوړنو پر ساتنې ټینګار کړی دی.
د خبرپاڼې له مخې امریکا او روسیې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو پیل لپاره د بندیانو ازادول د موثر ګام په توګه یاد کړي دي او له طالبانو یې هم غوښتنه کړې ده چې د افغان حکومت بندیان ازاد کړي.
همداراز ویل شوي دي چې درې واړو خواوو د تاوتریخوالیو کمښت د باور جوړونې لپاره اړین بللی او زیاته شوې ده چې دایمي اوربند باید د افغانانو ترمنځ خبرو کې ځای کړی شي.
دا په داسې حال کې ده چې د دوشنبې په ورځ د سولې په چارو کې د دولت وزارت یووه چارواکي وویل دا چې ښایې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو لومړۍ ناسته راتلونکو ورځو کې په قطر کې ترسره شي.
دغه چارواکي زیاته کړې ده چې مرکچي پلاوی چمتو دی او د کرونا ویروس مخنیوي لپاره هم روغتیايي تابیاوې په پام کې نیول شوې دي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاند ناجیه انوري وايي:"شونې ده چې د مذاکراتو پيل په قطر کې وي او مرکچي پلاوی په بشپړه توګه چمتووالي کې دی."
خو طالبانو له حکومت سره د خبرو پیلول د افغان حکومت له بندخونو د ټولو ۵ زره طالب بندیانو خوشې کولو پورې مشروط کړي دي.
د ویلو ده چې تر اوسه افغان حکومت ۳۰۰۹ طالب بندیان خوشې کړي او ټاکل شوې نږدې ۲۰۰۰ نور طالب بندیان تر څو راتلونکو ورځو پورې خوشې شي.