د ملي امنیت عمومي ریاست د یکشنبې په ورځ په یوې خبرپاڼه کې وویل چې کوم هوکړهلیک چې د افغانستان او پاکستان د استخباراتو تر منځ لاسلیک شوی دی، وروستۍ او اجرایي نهدی؛ د متخصصینو یوه ډله به دغه هوکړهلیک وڅېړي او ولسمشر ته به رپوټ ورکړي.
ویل کېږي چې د دغه هوکړهلیک له لاسلیک څخه وروسته، د دغه هوکړهلیک په اړه د هېواد د اوسېدونکو تر منځ اندېښنو زیاتوالی موندلی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د ملي امنیت عمومي ریاست د دغه هوکړهلیک د وروستي کېدو او اجرايي کېدو لپاره له ملي ګټو، د افغانستان بهرنی سیاست او د مشروعیت د ترلاسه کولو سره په سمون کې، دغه هوکړهلیک له پنځو لاندې پړاوونو څخه تېرېدو ته اړ بولي:
۱ـ د افغانستان د اسلامي جمهورۍ د ولسمشر لهخوا د دغه هوکړهلیک د چوکاټ، حدودو او صلاحیتونو ټاکل.
۲ـ د ملي امنیت لوی ریاست، د بهرنیو چارو وزارت، د حکومت د اجراییه ریاست او د ملي امنیت شورا په شمول: د دولت د ذیدخلو ارګانونو د متخصصینو له لوري چې دغه ډله به مستقیماً ولسمشر ته رپوټ ورکړي، د هوکړهلیک د متن تصویب او ترسره کونه.
۳ـ د ملي امنیت شورا په غونډه کې د هوکړهلیک د مسودې پر سر بحث.
۴ـ له سیاسي مشرانو، جهادي رهبرانو او د ملت له لوري د ټاکل شویو استازو سره د ملي غونډې د رامنځته کولو په موخه مشورتي ناسته.
۵ـ د پاکستان دولت ته د هوکړهلیک د متن سپارل.
دغه خبرپاڼه زیاتوي چې " د ملي امنیت لوی ریاست ژمن دی چې له بهرنیو سرویسونو سره په هر ډول روغې جوړې کې به د افغانستان ملي ګټې مخکښې وبولي او د هېواد ارزښتمن مصلحتونه به په پام کې ونیسي".
د سرچینو د ویناوو پر بنسټ، په دغه هوکړهلیک کې د بدلونونو لپاره شپږ میاشتې وخت ټاکل شوی دی.
د استخباراتي اطلاعاتو د راکړې ورکړې هوکړهلیک تېره اوونۍ د افغانستان د ملي امنیت د مرستیال او د پاکستان د استخباراتي سازمان د رییس تر منځ لاسلیک شو، خو په رسنیو کې د دغه سند د لاسلیک له افشا کېدو څخه وروسته، جهادي رهبرانو، ملي شورا او مدني ټولنې د دغه سند لاسلیک د هېواد له ملي ګټو سره په ټکر کې وبلله او د هغې د باطلېدو غوښتونکي شول.
په رسنیو کې د دغې هوکړې له خپرېدو څخه وروسته، د ملي یووالي حکومت اجرائیه ریاست هم په دغه هوکړهلیک کې د اصلاحاتو غوښتونکی شو.
د اجرائیه رییس لومړی مرستیال محمد خان وايي چې عبدالله عبدالله د ملي امنیت او د آی اس آی تر منځ د لاسلیک شوي هوکړهلیک د اصلاح غوښتونکی شوی دی؛ له هغه سره یوازې د اطلاعاتي هوکړهلیک د مسودې په اړه سلا شوې وه.
په ورته وخت کې د هند د ملي امنیت سلاکار د دغه هوکړهلیک لاسلیکول د افغانستان له وضعې څخه د پاکستان د ناسمو فرضیو پایله بولي او وايي چې پاکستان ګومان کوي چې هند د افغانستان له خاورې څخه د خپلو امنیتو فعالیتونو لپاره ګټه اخلي.
د هند د ملي امنیت سلاکار جیت کمار دوال زیاتوي: " پاکستان غواړي چې په افغانستان فشار راوړي ترڅو ډاډه شي چې هغه هېواد به اجازه ورنهکړي چې له خاورې څخهیې د هند له لوري کوم ډول امنیتي فعالیت نهترسره کېږي. دا یوه معما ده چې دا یوه ناسمه فرضیه ده چې ګواکي هند د افغانستان له خاورې او یا هم د هغه هېواد له وګړو څخه د خپلو امنیتي موخو لپاره کار اخلي".
په ورته وخت کې، د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون د یکشنبې په ورځ د دغه تړون په اړه د جزئیاتو د وړاندې کولو لپاره د ملي امنیت د لوی ریاست رییس، رحمتالله نبیل ولسي جرګې ته وروباله.
فراخبر: د افغانستان او پاکستان د څارګرو ادارو ترمنځ مالوماتي هوکړه لیک
سیاسي مشران او د ولسي جرګې غړي له پاکستان سره د استخباراتي هوکړه لیک د بیاکتنې غوښتونکي شول
عبدالله له پاکستان سره په استخباراتي هوکړهلیک کې د اصلاحاتو غوښتونکی شو
په دې اړه مو اندونه