دا مریکا د بهرنیو چارو وزیر، جیمز مټيس ویلي دي چې پنټاګون او اسختباراتي ادارې د افغانستان حالت په څیړلو بوختې دي او له دغو څیړنو ورسته به ولسمشر ډونالنډ ترمپ افغانستان کې د امریکايي پوځيانو د شمېرې د زیاتوالي په اړه پریکړه وکړي.
مټيس څرګنده کړې ده:«موږ په اوسني وخت کې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د احتمالي زیاتوالي په اړه خپل نظریات سره شریک کړي، ولسمشر ترمپ په دې اړه زما او د استخباراتي ادارو د څیړنو په تمه دی.»
له ۱۶ کلونو سختې جګړې وروسته واشنګټن یو ځل بیا په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د زیاتوالي پر سر سلامشوره کوي چې باید له ۸۴۰۰ تنو څخه زیات شي.
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په ډېرو برخو کې جګړه پراخه شوې، آن طالبانو د هېواد د څو لویو ښارونو شاوخوا ته جګړه وغځوله.
مټیس وړاندې وايي:«تیر کال د طالبانو لپاره له غمیزې ډک کال و، دوي خپل مشرتابه له لاسه ورکړ، طالبان خپلو تکتیکي موخو ته په رسیدو کې بریالي نه و، تیر کال د افغان ځواکونو لپاره هم له ستونزو ډک و او دوي په درنو تلفاتو سره د طالبانو د پرمختګ مخه ونیوله اوس طالبان په ناوړه دریځ کې دي.»
ده دا خبرې د شنبې پر ورځ له متحده عربي اماراتو څخه د لیدنې پر مهال وکړې.
افغانستان اوسمهال د خپلې دفاع لپاره ۳۹۲ زره پوځيان لري.