Normal
۰
false
false
false
MicrosoftInternetExplorer4
د «افغانستان د خلکو محور» سیاسي خوځښت له حکومت څخه غواړي چې د ټاکنیزو کمېسیونونو غړي باید ګوښه کړل شي.
دغه سیاسي خوځښت د پنجشنبې په ورځ (د لړم په ۱۱ مه) په کابل کې په جوړه شوې غونډه کې حکومت یې د ټاکنو د ترسره کېدو لپاره د ارادې په نهلرلو تون کړ. د هغوی په باور، حکومت په ټاکنیزو کمېسیونونو کې د اصلاحاتو د نه راوستو ترڅنګ، د دغه بنسټ په کار کې هم لاسوهنه کوي.
د افغانستان د خلکو د محور مشرتابه غړی نعمت الله تعمت په دې اړه وویل:«د محور اندېښنه دا ده، ناامنۍ او دا چې څو سلنه خاوره د طالبانو په ولکه کې ده. هغه سندونه چې حکومت ځینې نور یې د ټاکنو د مهندسۍ لپاره ترسره کوي او همدارنګه د کمېسیون نه چمتووالی هغه لاملونه دي چې ښیي حکومت د ټاکنو د ترسره کولو لپاره اراده نهلري.»
د افغانستان د خلکو د محور سیاسي خوځښت بل غړی شیوای شرق په دې اړه زیاتوي:«کهچېرې حکومت زموږ دغه وړاندیز عملي نه کړي او که حکومت زموږ له غوښتونو سرغړونه وکړي، موږ د افغانستان د سیاسی خوځښتونو سره په هوکړه کې خپله فني طرحه به وړاندې کړو او که چېرې په پام کې ونه نیول شي درېيم ګام د افغانستان د سیاسي راتلونکي په اړه به وي.»
د سیاسي خوځښتونو تفاهم ځينو غړو چې په دغې غونډه کې ګډون کړی وه، د ټاکنو په ترسراوي کې ځنډ او همدارنګه په ټاکنیزو کمېسیونونو کې د اصلاحاتو له نه راوستو ګواښ وکړ.
برنا صالحي په دې اړه څرګنده کړه:«کهچېرې دغه کمېسیونونه ټاکنې ترسره کړي، مشروعیت به ونه لري او همدارنګه د حکومت مشرتابه باید له خپلو کارونو ګوښه شي.»
د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ رییس یوسف رشید په دې اړه په ډاګه کړه:«په ټاکنیزو کمېسیونونو کې د دغو ګډوډیو دوام، وضعیت به خراب کړي او سیاسي خوځښتونه باید له کمېسیونونو سره په همکارۍ کې کار وکړي ترڅو دغه ستونزه حل شي.»
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د بلخ والي عطا محمد نور هم د ټاکنیزو کمېسیونونو د لغوه کېدو غوښتونکی شو.