Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان لپاره د امریکا پر نوې پوځي تګلارې د کرزي نیوکه

پخوانی ولسمشر حامد کرزي، په لندن کې د رایل انسټېټیوتشن په څېړنیز بنسټ کې په خپله وینا کې د افغانستان لپاره د واشنګټن پر نوې تګلاره نیوکه وکړه وویل چې امریکا په دغې تګلاره کې باید پر سولې تمرکز کړی وای نه پر جګړې.

پخوانی ولسمشر په افغانستان کې د واشنګټن پر ماموریت نیوکې سره وایي، چې د ترهګرو پټن‎ځایونه له افغانستان څخه بهر دي؛ خو امریکا د افغانستنان په کلیو کې جګړه کوي.

ښاغلي کرزي په دې اړه وویل:«څوک داعش ته پيسې ورکوي؟ څوک نورو وسله‎والو ډلو ته پیسې ورکوي؟ څوک دي چې په سپینو چورلکو کې د افغانستان په بېلا بېلو برخو کې توندلارو ډلو ته وسلې ورکوي؟ زمینه ورته برابروي؟ هغوی ته زده کړې او سلام مشورې ورکوي؟ د امریکا متحده ایالات باید دې پوښتنو ته ځواب ورکړي.»

په دې لړ کې یوه افغانه مېرمن د پخواني ولسمشر د سیاست په ځينو برخو په ځانګړې توګه طالبانو ته د ورور پر خطاب نیوکه کوي.

د کرزي پر سیاستونو اعتراض کوونکې ارزو نوبهار وايي:«وانګېرئ دا د هغو ځوانانو وینه ده چې هره ورځ د طالبانو په وړاندې جګړه کوي،او طالبان د ښاغلي کرزي ورونه دي، زه نه پوهېږم چې مشروع ورونه دي که نا مشروع؟ نو پوښتنه دا ده ایا کولای شئ دغه د خندا وړ لوبه پای ته ورسوئ او په جدي توګه د خپلو خلکو په وړاندې د مسوولیت احساس وکړئ.»

کرزي په ځواب کې وویل:«ګرانې خورې زه له تاسره موافق یم.»

 اعتراض کوونکې اغلې بهار زیاته کړه:«وبښه زه نه غواړم تا ته د ورور خطاب وکړم زه ارزو نوبهار یم.»

 په همدې حال کې د ولسي جرګې یو شمېر غړي بیا په دې تړاو داسې وايي:

د ولسي جرګې غړي رمضان بشردوست په دې اړه وايي:«په دیارلس او یا هم څوارلس کلونو کې کرزي وویل وروره څه پایله یې لرله؟ ستره پایله یې کرزي ته لرله، نن وايي چې د کرزي شتمني له سترو شتمنو سره سیالي کوي،طالبان او د طالبان جګړه وه چې د جهادي مشرانو لپاره ماڼۍ شوه او پانګه.»

د ولسي جرګې بل غړی فرهاد صدیقي هم په ډاګه کړه:«زه فکر کوم چې د ښاغلي کرزي خبرې سمې دي او امریکایان غواړي چې د داعش پروژه ځواکمنه کړي او طالبان له منځه یوسي.»

د ولسي جرګې غړي وايي چې حامد کرزی د امریکا په مرسته ولسمشرۍ ماڼۍ ته ورسېد.

نوموړي شاوخوا یوه لسیزه د افغانستان مشري وکړه او د کار په وروستیو کلونو کې يې له واشنګټن سره مخالف شو او اوس په افغانستان کې د واشنګټن ماموریت ناکام بولي.

شریک یي کړئ