د ډيلي ټایم د راپور له مخې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی، ضمیر کابلوف دوشنبې(د سلواغې په ۸مه نېټه) د اسلام آباد ته رسېدلی او ټاکل شوې چې د افغان سولې بهیر په تړاو له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د نومبر به میاشت کې د طالبانو استازو په مسکو کې د افغانستان د سولې عالي شورا سره د سولې په تړاو ناسته کې ګډون کړی وو.
یوې سرچینې ډېلي ټایمز ته ویلي دي، ټاکل شوې د ښاغلي کابلوف د افغانستان د روان کړکېچ لپاره د سیاسي لارموندلو په موخه د پاکستان او روسیې پر ګډو هڅو د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزیر، شاه محمود قریشي سره خبرې وکړي.
یاده سرچینه وايي پاکستاني چارواکي به ښاغلي کابلوف ته قطر کې د طالبانو او د افغان سولې د بهیر لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي د ناستې په اړه هم مالومات ورکړي.
د راپورونو له مخې روسیه هڅه کوي راتلونکي میاشت کې د افغانستان کړکېچ د سیاسي حل لار موندو په موخه د یوې ناستې جوړولو په هڅه کې دی او ټاکل شوې ضمیر کابلوف پاکستان کې پر دې موضوع هم خبرې وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې قطر کې د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي روانې زیږدیزې میاشتې جنوري کې له طالبانو سره د سولې بهیر څرنګوالي په تړاو خبرې درلودې.
په همدې حال کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له دې ناستې له نیوکې سره هرکلی وکړ. د یادې وزارت ویاندې ځرګنده کړه چې له ډېرو هڅو سره سره ښاغلی خلیلزاد نه دی توانېدلی چې طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته قانع کړي.