د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د افغان ځواکونو پوځي عملیاتو په ترڅ کې ۳۵ تنه داعش او طالب وسلهوال په تېرو ۲۴ ساعتونو کې وژل شوي دي.
خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دې عملیاتو کې ۱۸ وسلهوال ټپيان دي او درې نور نیول شوي دي.
د افغان ځواکونو دا عملیات په لوګر، زابل، هرات، لغمان، ننګرهار او ارزګان ولایتونو کې د ترهګرو ځپلو په موخه په لاره اچول شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په وژل شویو کې د داعش ډلې ۱۵ وسلهوال شامل دي.
په دې عملیاتو کې د افغان ځواکونو لاسته د یو شمېر وسلو او چاودېدونکو توکو له ورتلو هم خبر ورکړل شوی دی.
خبرپاڼې د افغان ځواکونو او ملکي کسانو مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.