Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغان ځواکونو پوځي عملیاتو کې د کابو۱۰۰ترهګرو وژل کېدل

د ملي دفاع وزارت ویلي چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د افغان ځواکونو په پوځي عملیاتو کې وسله‎والو ته درنه مرګ‎ژوبله اوښتې ده.

یاد وزارت نن(یک شنبې د سلواغې ۱۵مه) د خبرپاڼې په خپرولو سره زیاته کړې چې دا عملیات د هېواد په اتو ولایتونو کې ترسره شوي چې کابو ۱۰۰ تنه وسله‎وال په کې وژل شوي دي.

د ملي دفاع وزارت ویاند، دولت وزيري یاد ولایتونه کندهار، فاریاب، غزني، ننګرهار، هلمند او میدان وردګ یادوي او وايي چې عملیات په تېرو ۲۴ساعتونو کې ترسره شوي دي.

دی د افغان ځواکونو لاسته راوړنې د پام وړ بولي.

ښاغلي وزيري زیاته کړې چې په دې عملیاتو کې د افغان ځواکونو لاسته یو شمېر وسلې او مهمات هم ورغلي.

ده د افغان ځواکونو زیان په اړه څه نه دي ويلي.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ملي دفاع وزارت وايي چې تېرو څلورویشتو ساعتونو کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې کابو ۱۰۰ تنه وسله وال وژل شوي دي

شریک یي کړئ