په لوګر ولایت کې د افغان ځواکونو پوځي عملیاتو کې ۱۵ طالب وسلهوال وژل شوي دي.
د لوګر امنیه قومندانۍ ویاند، عصمتالله علیزي نن(دوشنبې د تلې۳مه) وویل چې په دې عملیاتو کې ۱۲ نور طالب وسلهوال ټپیان دي.
دی وايي چې د افغان ځواکونو دا پوځي عملیات تېره ورځ هغهمهال پیل شول چې یو شمېر وسلهوالو د افغان ځواکونو پر پوستو په برکې برک ولسوالۍ کې بریدونه وکړل.
ښاغلي عليزي د افغان ځواکونو عملیاتو په اړه جزئیات نه دي ورکړي او نه یې هم افغان ځوکونو ته د زیان اوښتو په اړه څه ویلي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.