د لوګر ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې د طالبانو برید په پایله کې څلورو افغان سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د یادې ولسوالۍ پخواني ولسوال، رحیم امین نن(یک شنبې د غويي په اوومه نېټه) وايي چې طالبانو تېره شپه د سنګ مرمر په نامه د افغان ځواکونو پر پوستې برید کړی چې په پایله کې افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې او یاده پوسته هم نسکوره شوې ده.
په همدې حال کې د سیمې اوسېدونکي زیاتوي چې دغه پېښه کې طالبانو درې څلور افغان سرتېري له ځانه سره بېولي دي.
خو لوګر ولایت کې یو قومي مشر وايي چې د طالبانو برید کې اووه افغان سرتېري وژل شوي دي.
له بلې خوا د مرکز پل علم اوسېدونکي زیاتوي چې نصروپل سیمه کې د هوايي برید له کبله پنځه طالب وسله وال وژل شوي دي.
لوګر کې امنیتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.
طالبانو یې مسوولیت منلی.