په قطر کې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو اترو بهیر اوږدېدو په اړه یو شمېر هراتیان په ځانګړې توګه ښځې اندېښنه لري.
دې ښځو هرات کې د (برابر پر لور) سفر تر نامه لاندې د نندارتون په وړاندې کولو سره وايي د بهیر پټوالی او همداراز ښځو ته د سولې په خبرو کې د ونډې نه ورکړه د اندېښنې وړ ده.
د هرات د ښځو چارو رییسه، انیسه سروري وايي:«د ښځو پر ونډې په سوله کې خبرې کېږي، نیوکې هم شته، ښځې یې مطرح کوي، دوی غواړي چې ښځې وټاکي تر څو په لوړه کچه د سولې بهیر کې پر ونډې خبرې وشي.»
د ښځو د سوداګریو او صنایعو خونو رییس، مریم جامع الاحمدي وايي:« ښځو ونډه د سولې په راوستو کې تضمین کوي، ځکه که ښځې د اقتصادي پلوه پیاوړې وي، نو کولی شي په نورو سیاسي او فرهنګي برخو کې هم ونډه ولري.»
په همدې حال کې په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ مرستیال وايي که د سولې په بهیر کې ښځو ته ونډه ورکړل شي، نو دا بهیر به په ښه توګه مخې ته ولاړ شي او د ماتې امکان به یې ۶۴ سلنه راکم شي.
افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ مرستیال، جنرال سلواتور امپوریل څرګندوي:«اوسنی حالت د سولي خبرو سره پیچلۍ شوی دی. دا د افغانستان خلکو لپاره د اندېښنې وړ ده او دوی د تېرو ۱۷ کلونو د لاسته راوړنو د له لاسه ورکولو اندېښنه لري.»
په همدې حال کې د هرات ولایت سیمهییز چارواکي هم په هېواد کې د سولې په برخ کې د ښځو پر ونډې او همداراز د دوی په ملاتړ ټينګار کوي.
د هرات والي، عبدالقیوم رحیمي وايي:«زه فکر کوم چې دولت هم مسوولیت لري او ښځې هم چې خپل غږ په دې برخه کې (د سولې) اوچت کړي. »
په هرات ولایت کې یو شمېر ښځې په داسې حال کې چې د سولې پټو خبرو په تړاو اندېښنه څرګندوي، خو د تېرو اوولسو کلونو لاسته راوړنې یې د یوه نندارتون په ترڅ کې نندارې ته وړاندې کړې دي.