Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د تاوتریخوالي پر پای او مذاکرې ته پر راستنېدو د یوناما ټينګار

افغانستان کې د یوناما دفتر سیاسي مرستیاله وايي؛ د جګړې پراختیا د سولې هیلې کمې کړي او نوموړې له حکومت او طالبانو غوښتې، چې د سولې مذاکراتو ته را وګرځي او تاوتریخوالی پای ته ورسوي.

لیزا ریفکي وايي؛ نړۍواله ټولنه د افغان سولې په اړه نړۍولې او سیمه ییزې اجماع لپاره هڅه کوي، چې د سولې خبرې یوې پایلې ته ورسېږي.

نوموړې وايي:«د تېر کال په سپټمبر میاشت کې د افغانانو تر منځ د خبرو په پیلېدو سره هیلې راوټوکېدلې. داسې یوه فضا جوړه شوه چې، افغانان سره کېني او د سولې په اړه سره جرګه شي؛ خو اوس روانې جګړې ته په کتو داسې ښکاري چې، له مذاکراتو سره په رقابت کې دي.»

نوموړې زیاتوي، د سولې په هر ډول خبرو کې د ښځو حضوراړین دی:«یوناما له سیمې سره د کار کولو تر څنګ د افغانستان د سولې له بهیره خپل ملاتړ ته دوام ورکوي»

بلخوا د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشره هم وايي چې، له شلو کلونو راهیسې شاوخوا ۵۷ زره مېرمنو د هېواد په بېلابېلو برخو کې پانګونه کړې او په مستقیم او یا هم غیر مستقیمه توګه څه باندې ۱۳۰ زره کسانو ته کاري موکې برابرې کړې دي.

د ښځو د سوداګرۍ او صنایعې خونې مشره منیژه وافق زیاتوي:«دغې هرې مېرمنې د سلګونو ښځو او نرینه وو لپاره کاري موکې رامنځته کړې دي.»
 
په لوېدیځه حوزه کې د ښځو د سوداګرۍ خونې مرستیاله کریمه صدیقي هم وايي:«په ځینو لېرې پرتو ولسوالیو او کلیو کې نن ډېر کم کولای شئ ولاړ شئ او له هغو سیمو لیدنه وکړئ او نه شې کولای له بزګرو سره یې اړیکې ولري.»

د دغې غونډې ګډونوالې وايي، د سولې په هر ډول خبرو کې ښځې باید معنا لرونکې ونډه ولري او نه ښايي چې، تېرې لاسته راوړنې یې معامله شي.
 
شریک یي کړئ