Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړې بلخ مېشتي سولې ته هیله من کړي

د بلخ ولایت ځینې اوسېدونکي وايي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک لاسلیک، هغوی په هېواد کې د تلپاتې سولې ټینګښت په هکله هیله من کړي دي.

خو دغه بلخ مېشتي وايي چې د سیاسي مشرانو ترمنځ د اختلاف په هکله اندېښنه لري؛ هغوی له دغو مشرانو غواړي چې خپل اختلافات پای ته ورسوي او هېواد کې د سولې ټینګښت لپاره کار وکړي.

د بلخ اوسېدونکی محمد رجب په دې اړه وايي:«له غني او عبدالله هیله کوم چې له خپلو اختلافونو تېر شي، چې نن یوه نوې ورځ ده او د افغانستان د سولې د مذاکراتو پیل دی. »

بل بلخ مېشتي عبدالشکور هم وویل:«نور وینه تویونه بس ده. افغانستان تباهۍ ته کاږل کېږي له دوی (سیاسي مشرانو) په کلکه غواړو چې په خپل منځ کې توافق وکړي.»

طالبانو او امریکا تېره ورځ (شنبه د کب په ۱۰مه) د سولې هوکړه لیک د قطر په دوحه کې لاسلیک کړ. ټاکل شوې چې د دغه هوکړه لیک وروسته د لسو ورځو په اوږدو کې د افغانانو خپل منځي خبرې اترې پیل شي.

دا په داسې حال کې ده چې عبدالله د ټاکنو پایلې نه مني او ویلي یې دي چې په خپله «ټول ګډونه» حکومت رامنځته کوي. د دغو جنجالونو په لړ کې د عبدالله ټاکنیزې ډلې د څو شمالي ولایتونو لپاره ځينې والیان هم معرفي کړې دي.

خو د بلخ ولایت اوسېدونکي وايي په هېواد کې د جګړې له دوامه ستومانه شوي او اوس د هر هغه اقدام هرکلی کوي چې د جګړې د پایته رسېدو او سولې ته د رسېدو لامل شي.

د بلخ اوسېدونکی عبدالله په دې اړه وايي:«زموږ واړه او زاړه سولې ته تږي دي. زه په خپله۳۰ کاله جهاد کې وم، ږیره مې سپینه شوه، د دې هیله لرم چې په افغانستان کې سراسري سوله راشي.»

تر ډېره داسې باور کېږي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د موافقې لاسلیک به هېواد د سولې په لور بوځي خو په دې شرط چې سیاسي مشران هم خپل اختلافات پای ته ورسوي.

د بلخ د علماوو شورا غړی محسن دانش څرګندوي:«زموږ دولتي مشران دې د سولې لپاره خپل هوډ پیاوړی کړي او په خپل منځ کې تفاهم وکړي.»

د بلخ مدني ټولنې فعاله پلوشه اڅکزۍ هم زیاتوي:«له څه باندې ۲۰ کلونو افغانستان د جګړې په بدبختیو کې واقع دی، اوس چې زموږ د هېوادوالو پر څېرو د سولې موسکا راغلې، راځې دغه موسکا له سیاسي اجماع سره پیل کړو.»

بلخ مېشتي د طالبانو او امریکې ترمنځ د سولې هوکړې په هکله راتلوونکي ته هیله من کړي خو د سیاسي مشرانو اختلافاتو نهیلې کړې دي.

شریک یي کړئ