د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزارت سرپرست، پټریک شنون په یوه نا اعلان شوي سفر کابل ته راغی.
د یو شمېر امریکايي رسنیو د خبر له مخې، نوموړی به افغانستان کې له مېشتو امریکايی سرتېرو او همداراز د سولې بهیر په تړاو د ملي یووالي حکومت له مشرانو سره وګوري.
ښاغلي شنون خبریالانو ته ویلي دي چې د سولې په اړه وروستۍ پرېکړه د افغانانو په لاس کې ده او دوی به خپل برخلیک ټاکي.
نوموړي له افغانستانه د امریکايي سرتېرو د وتو په تړاو ویلي چې په دې اړه یې له سپېنې ماڼۍ کوم امر نه دی ترلاسه کړی.
د امریکا دفاع وزارت سرپرست افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د غوڅ ملاتړ له قومندان، جنرال سکاټ میلر سره لیدلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ته په لیږلي لیک کې لیکلي وو چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د ویستو بهیر پڅ کړ ي. ښاغلي غني همداراز ټرمپ ته هېواد ته د سفر بلنه هم ورکړې وه.