د امریکا متحده ایالاتو د مشرانو جرګې وسلهییزو چارو کمېټې د پنټاګون له وړاندیز سره د جنرال جان نېکسن پر ځای د جنرال سکاټ مېلر ګمارلو ته مثبته رایه ورکړه.
لکه څرنګه چې تمه کېده، هغه په اسانۍ سره بریالی شو چې ډېری مثبتې رایې ترلاسه کړي.
جنرال مېلر د امریکا د پوځ د ګډو پوځي عملیاتو قومندان دی او د ترهګرو پر ضد عملیاتو کې بشپړه تجربه لري.
ټاکل شوې ده چې تر راتلونکو څو میاشتو جنرال مېلر په رسمي توګه په افغانستان کې د څه باندې ۱۶ زره امریکايي پوځيانو او همدارنګه د ناټو د کابو ۶ زره پوځيانو مشري به په داسې حال کې په غاړه واخلي چې جګړې په بې مخینې توګه زور اخیستی دی.