Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د امریکې د تر ټولو ستر نااټومي بم له غورځېدو یو کال تېرشو

کره یو کال مخکې په همدې ورځ، د امریکا متحده ایالاتو، د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې خپل تر ټولو ستر نااټومي بم وغورځاوه.

که څه هم د بمونو د مور له غورځېدو یو کال تېر شوی خو اوس هم په اچین کې د داعش تر ادارې لاندې سیمې په بشپړه توګه چاڼ شوي نه دي او د دغې ډلې جنګیاليو څو نورو ولایتونو ته پښې کړي او فعالیت لري.

د دغه بم قیمت څه باندې لس مېلیونه ډالر او وزن یې کابو ۱۰ زره کلیوګرامه وو. په دې برید کې کابو څلوېښت داعشي اورپکي ووژل شول خو له دې برید وروسته اوس هم داعشیان په ننګرهار کې حضور لري.

د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش په دې اړه وايي:«دوی (داعش) چې په اچین، پچیراګام، چپرهار او خوګیاڼو ولسوالیو کې مورچلې جوړې کړې وې له منځه تللي دي او اوس د ملي پوځ ځواکونه په هغو سیمو کې دي چې مخکې دوی وو. او د د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې د دوی د راتګ مخنیوی کوي.»

اوس‎مهال داعشیان د ننګرهار ترڅنګ په کنړ، جوزجان، او نورو ولایتونو کې هم شتون لري او ترهګریز فعالیتونه کوي.

اخوا د کابل د ترهګریزو بریدونو په شمول په ځینو ولایتونو کې بریدونه د دې ډلې لخوا شوي.

د پخواني ولسمشر مرستیال احمد ضیا مسعود په دې اړه څرګنده کړه:«د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه باید یو عملي کار وي او ترهګر باید تر پایه تعقیب شي هغه کسان چې له ترهګرو سره مرسته کوي هغوی باید پیدا شي او پر هغوی بندیزونه ولګول شي، له دا ټول نندارو سره موږ نه شو کولای چې ترهګر له افغانستانه ورک کړو.»

د افغانستان د خلکو د ملي محور ګوند معین معین په دې اړه وویل:«هېڅ هېواد نه شي کولای ادعا وکړي چې کولای شي داعش او طالبان په سیمه کې شنډ کړي او له منځه یې یوسي او باور لرم دا چې نه یوازې نه کېږي، بلکې د سترو ځواکونو ترمنځ به د سیاسي شخړو لامل به هم شي.»

د ملي دفاع وزارت او بهرني ځواکونه په افغانستان کې د داعشي اورپکو شمېر تر پنځه لس سوه کسانو بولي.

دوی زیاتوي په افغانستان کې د داعشیانو تر ظهور وروسته په ننګرهار او نورو ولایتونو کې په سلګونه داعشیان وژل شوي.

د امریکا پوځ تېرکال د اپریل په ۱۳ مه  په اچین ولسوالۍ کې د داعش پر سمڅو جي بي یو ۴۳ بي بم چې د 'ټولو بمونو مور' ګڼل کېږي، وغورځاوه.

شریک یي کړئ