په بدخشان ولایت کې چارواکي وايي چې د کورنيو چارو وزارت، د دغه ولایت د تګاب ولسوالۍ اوسېدونکي یې د ولسي پاڅون کوونکو تر نامه لاندې په وسلو سمبال کړي دي.
د بدخشان والي احمد فیصل بیګزاد وايي چې دغه کار په دغې سیمه کې د طالبانو د احتمالي برید د مخنیوي لپاره شوی دی.
هغه زیاته کړه:«د بدخشان ځايي حکومت پرېکړه کړې ده د دې لپاره چې طالبان د یمګان ولسوالۍ څخه پر تګاب برید ونه کړي، موږ کابو ۱۰۰ تنو ته چې دشهیدانو ورثه ده وسلې ورکړي او پوستې مو جوړې کړي دي تر څو دغې ولسوالۍ ته د طالبان د راتګ مخنیوی وکړي.»
په همدې حال کې، د بدخشان امنیه قومندان عبدالخالق اقصايي هم ټینګار لري چې اوس د تګاب ولسوالۍ ټولې برخې د مخالفو وسلهوالو له شتونه پاکې شوې دي.
هغه په دې اړه څرګنده کړه:«موږ ګډ امنیتي ځواکونه په یوه ستر پوځي عملیات کې د سیمهییزو پولیسو او ولسي پاڅون کوونکو په مرسته وتوانېدو تګاب په بشپړه توګه پاک کړو او پوستې جوړې کړو.»
دغه چارواکي ټینګار کوي چې د تګاب له ولسوالۍ څخه وروسته، باید جرم او ارغنجخواه ولسوالیو او د فیض اباد د اتمې او نهمې ناحیو په لور باید عملیات پراختیا ومومي.
ښاغلي اقصايي زیاته کړه:«له تګاب څخه وروسته په بدخشان کې مېشتو ځواکونو پرېکړه وکړه چې په سیمهییزه کچه عملیات پر جرم او ارغنجخوا او د فیض اباد ښار د اتمې او نهمې ناحیو په لور هم په لاره واچوو.»
د بدخشان والي احمد فیصل بیګزاد هم وايي:«موږ په هغو عملیاتو کې چې د څو نورو ولسوالیو د سیمو په کچه په لاره اچول کېږي له مرکز څخه د مرستندویه ځواکونو مرستې ته اړتیا لرو،خو په سترو عملیاتو کې چې د وردوج او یمګان پر ولسوالیو ترسره کېږي له مرکز څخه به مرسته وغواړو.»
دا په داسې حال کې ده چې موده وړاندې طالبانو د تګاب پر ولسوالۍ د برید په پایله کې د سیمهييز پولیسو او ولسي پاڅون کوونکو کابو ۴۰ ځواکونه وژلي وو.