د برېښنايي پېژندلیکونو د وېش بهیر له ځنډېدو وروسته، اوس ۱۲۰ استازي، پر هغې اعلامیې لاسلیک کړی چې په هغه کې د ولسمشر له فرمان سره د دغه بهیر له پیل سره مخالفت شوی دی.
دا استازي وايي چې ولسمشر غني، د نفوسو د احوالو د ثبت قانون طرحه د ملي شورا د ګډې کمټې له تایید وروسته توشیح کړې ده.
هغوی په ولسي جرګه کې په یوې اعتراضې ټولګه کې، خپله اعلامیه رسنیو ته ولوسته.
کابو یو میاشت وړاندې، له هغې وروسته چې د نفوسو د احوالو د ثبت قانون د تعدیل په اړه د ولسمشر فرمان چې د هغه پر بنسټ د ملیت، قوم او دین وییونه به په برېښنايي پېژندپاڼو کې ذکر شي د ولسي جرګې له خوا رد او د مشرانو جرګې له خوا تایید شو، اخوا د ملي شورا ګډې کمېټې هم دا فرمان تایید کړ.
خو له هغې وروسته په ولسي جرګه کې ځينې استازي له دغه کار سره په مخالفت کې، لاسلیکونه راغونډ کړل او دا کار یې ناقانونه وباله.
د ولسي جرګې نېږدې ۱۲۰ تنه هغو غړو چې پر دغه لیک یې لاسلیک کړی دی؛ ګواښ کوي کهچېرې حکومت برېښنايي تذکرې ۱۳۹۳ کال د نفوسو د احوالو د ثبت قانون له مخې ونه وېشي دوی به تذکرې وانهخلي.
خو حکومت دغه قانون توشیح شوی بولي او پر عملي کیدو یې ټینګار کوي.
په برېښنايي تذکرو کې د ملت او ملیت د کلمو د لیکلو څرنګوالی له درېیو کلونو راهیسې د برېښنايي تذکرو د نه وېشل کېدو یو لامل دی.