د ملي یووالي حکومت اجرايي رییس عبدالله عبدالله، د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش بهیر چې نن پنجشبې (د غوايي په ۱۳ مه) پيل شو مخالفت وکړ.
ښاغلی عبدالله وايي چې دغه بهیر مشروعیت نهلري ځکه چې تراوسه د هغه په اړه نه په ملي او نه هم د حکومت په کچه اجماع شتون لري.
د حکومت اجرايي رییس، ګواښ کوي چې ملي اجماع ته له رسېدو پرته د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش بهیر له پیل سره سیاسي ټیکاو خوندي کېدای نه شي. او اختلافونو ته د خلکو د رابللو په مانا دي، هغه څه چې د هغه په وینا ناوړه پایلې به ولري.
د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش بهیر، د پنجشنبې له غرمې مخکې پيل شو.
ولسمشر لومړنی کس وه چې پېژندپاڼه یې واخیسته.
له دې وړاندې هم عبدالله عبدالله د برېښنايي پېژندپاڼو د اخیستو لپاره د هېوادوالو د مالوماتو له لیکو سره مخالفت کړی وه.