Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د برېښنايي پېژندپاڼو پر وېش د ولسمشر ټینګار؛ د اجرايي رییس مخالفت

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې مخکې افغان ولسمشر اشرف غني،  د هېواد لومړۍ مېرمنه،  د ولسمشر دویم مرستیال او د کابینې یو شمېر غړو د برېښنایي پېژاندپاڼو ترلاسه ورکولو لپاره رسمي غوښتنلیکونه ورکړي، خو د اجراییه ریاست وایي، د دغه لړۍ د پیل نه مخکې باید تولېزه هوکړه وشي.

د برېښنایي پېژاندپاڼو د ورکړې اداره وایي، په هېواد کې به ډېر ژر د برېښنایي پېژاندپاڼو د وېش لړۍ پیل شي.

له دې ټولو سره د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش ادارې ویاند روح الله احمدزی وايي ټاکل شوې ده چې ډېر د دغو پېژندپاڼو د وېش لړۍ پیل شي.

ښاغلي احمدزي زیاته کړه:«نن، د کابینې ځينې غړي او د افغانستان د علماو شورا د رییس په ګډون ملي څېرو، لوی څارنوال او ځينو نور چارواکو، فورمې ترلاسه کړې ترڅو برېښنايي پېژندپاڼې ترلاسه کړي او په رسمي توګه یې د برېښنايي پېژندپاڼو د ترلاسه کولو لپاره غوښتنلیکونه ورکړل.»

اخوا اجراییه ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د برېښنايي تذکرو د وېش موضوع یوه لویه ملي موضوع بولي او ټینګار کوي چې دغه بهیر باید د اختلافونو له پای ته رسېدو وروسته پيل شي.

په همدې حال کې د جمعیت اسلامي مشرتابه له تعدیل شوي قانون سره د برېښنایي تذکرو له وېش سره مخالفت کړی دی.

د جمعیت اسلامي مشرتابه غړی نورالرحمان اخلاقي په دې اړه وویل:«دا کار موږ غیر قانوني بولو او ولسمشر واک نه‎لري چې د ۱۳۹۳ کال د توشیح شوي قانون په وړاندې، تقنیني فرمان صادر کړي او دا کار به د هېواد اوسنی وضعیت خراب کړي.»

اخوا د ولسمشر د ویاند مرستیال وايي دغه بهیر د قانون پر بنسټ پيل شوی او حکومت له دې بهیره ملاتړ کوي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه‎پال په دې اړه څرګنده کړه:«د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش بهیر د افغانستان د ملت له مهمو غوښتونو څخه دي او حکومت دغه بهیر ته دوام ورکړي.»

د ولسي جرګې مرستیال نذیراحمدزی هم د برېښنايي تذکرو د ویش بهیر له پيلېدو هرکلی کوي او دغه ګام د اصلاحاتو لپاره جدي بولي.

ښاغلي احمدزي څرګنده کړه:«دغه قانون خپل ټول اصلي پړاونه کچ کړي او د برېښنايي پېژندپاڼو وېش، د دغه قانون له مخې هېڅ ستونزه نه‎لري.»

د برېښنايي تذکرو د ادارې ویاند وايي په دغو تذکرو کې د ملت او د هېواد د څوارلسو قومونو نومونونه ثبتېږي.

شریک یي کړئ