د ملي یووالي حکومت اجرائیه ریاست وايي چې په حکومت کې د برېښنايي پېژندپاڼو د ویش له موخه سیاسي اراده رامنځته شوې او ډېر ژر به ووېشل شي.
د اجرائیه رئيس د ویاند مرستیال وايي چې د برېښنايي پېژندپاڼو ویش یوه اړتیا ده او دا لړۍ د حکومت د کار په لومړيتوب کې دی.
امید میثم زیاتوي:«جدي هوډ شته او په حکومت کې د برېښنايي پېژندپاڼو ویش یوه مهم موضوع ده.»
په همدې حال کې داسې نیوکې هم شته چې د الکترونیکي تذکرو ویش له یاده ایستل شوی دی. برېښنايي پېژندپاڼو د ویش سیاسي کیدل د دې بهیر د ځنډ اصلي لامل بلل کیږي.
د سیاسي چارو کارپوه، هارون میر څرګندوي:«د (الکترونیکي تذکرو) یوه مهم موضوع ده له تخنیکي موضوع یې سیاسي بحث ډېر پېچلۍ دی.»
د نفوسو د احوالو د ثبت قانون د ولسي جرګې لخوا تائید شوي دي، خو تر اوسه برېښنايي پېژندپاڼو د ویش بهیر نه دی پیل شوی.
د مدني ټولنې فعال، عزیز رفیعي څرګندوي:«د برېښنايي پېژندپاڼو بحث په افغانستان کې یو مهم بحث دی چې کولی شي خلکو ته ډېر مالومات وړاندې کړي.»
د ولسي جرګې غړې، فاطمه عزیز وايي:«قانون د ولسي جرګې لخوا تائید شوی دی او ولسمشر هم توشیح کړی؛ باید هیڅ ستونزه ونه وسي.»
د برېښنايي پېژندپاڼو ویش د ملي یوالي حکومت د هوکړهلیک مهمه برخه بلل کیږي چې د دې بهیر بشپړیدل د ټاکنو په روڼتیا کې هم مرسته کوي خو په دې بهیر کې د ځنډ رامنځته کیدل د خلکو لخوا پوښتنه راپارونکی بلل کیږي.